Home » سیمه او نړی (page 3)

سیمه او نړی

د قطر امیر: په غزه کې روان وضعیت په رښتینې مانا نسل‌وژنه ده

د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې په خپله وینا کې ويلي، چې په غزه کې روان وضعیت «په رښتینې مانا نسل‌وژنه» ده. نوموړي د اسرائیلي رژيم له لوري روان يرغل، په کلکه غندلی او په خبره یې د عامو فلسطيني ...

Read More »

د اسلامي همکاریو سازمان له افغانانو سره د ملاتړ او له ا.ا سره د تعامل پر دوام ټینګار وکړ

د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) د افغانستان په اړه د تماس ډلې په غونډه کې یو ځل بیا له افغان ولس سره د خپل ملاتړ پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي چې له ا.ا سره به خپلو تعاملاتو او عملي همکاریو ته دوام ورکړي. دغه غونډه د ملګرو ...

Read More »

اروپايي ټولنه او ۲۰ هېوادونه د مصنوعي ځيرکتيا د نړيوالو معيارونو غوښتنه کوي

د راپورونو له مخې، اروپايي ټولنې او شلو هېوادونو او د مصنوعي ځیرکتیا د پراختیا او کارونې د څارنې لپاره د نړیوالې همکارۍ غوښتنه کړې او د یوه نړیوال بنسټ د جوړېدو وړاندیز یې کړی دی. د الجزیرې د راپور له مخې، دغه بنسټ به د مصنوعي ځیرکتیا لپاره معیارونه ...

Read More »

روسیې افغانستان او مرکزي اسیا ته ۲.۵ میلیونه ټنه ډیزل صادر کړی

رویترز راپور ورکړی چې روسیې د روان میلادي کال په لومړیو اتو میاشتو کې په ټولیز ډول ۲.۵ میلیونه ټنه ډیزل مرکزي اسیا هېوادونو او افغانستان ته صادر کړی دی.د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال د همدې مودې پر مهال د روسیې د ډیزلو صادرات شاوخوا ۲.۶ میلیونه ټنه ...

Read More »

UN-Habitat: د نړۍ د پاکولو نړیواله ورځ سږ کال د خوړو د ضایعاتو پر مخنیوي تمرکز کوي

د ملګرو ملتونو د بشري مېشت‌ځایونو پروګرام پر اېکس‌پاڼه ليکلي، چې د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر ۲۰مه د «نړۍ د پاکولو نړیوالې ورځې» په توګه لمانځل کېږي او د دې ورځې سږنی شعار «له پاکو لوښو تر پاکو ښارونو» ټاکل شوې او تمرکز یې د خوړو د ضایعاتو پر مخنیوي، ...

Read More »

فیدان: ترکیه د حوثیانو پر وړاندې د سعودي ملاتړ ته چمتو ده

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان وايي، هېواد یې چمتو دی چې د سعودي عربستان او پاکستان ترڅنګ د درې‌اړخیز دفاعي تړون په چوکاټ کې د حوثیانو پر وړاندې د سعودي ملاتړ وکړي. فیدان ټینګار کړی چې سعودي عربستان باید د ایران او امریکا ترمنځ په روانه جګړه ...

Read More »

عمران خان په زندان کې له سختو شرایطو سره مخ دی

د بریټانیا پخواني لومړي وزیر بوریس جانسون په «ډیلي مېل» کې په خپله تازه مقاله کې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د زندان د شرایطو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.جانسون ادعا کړې چې ۷۳ کلن عمران خان په یوه کوچنۍ، له حشراتو ډکه خونه کې، چې ...

Read More »

ا.ا مکې مکرمې ته څېرمه د ډرون پېښه په کلکو ټکو غندلې

د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت مکې مکرمې ته څېرمه د «ډرون برید د ترسره کولو د هڅې» په اړه د راپورونو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې ده. د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت د «حرمینو شریفینو» پر ...

Read More »

د ایران جګړې په اړه د امریکا د استازو جرګې درېیم پرېکړه‌لیک تصویب کړ

د امریکا د استازو جرګې د درېیم ځل لپاره پرېکړه‌لیک تصویب کړی چې له مخې یې د کانګرس له تایید پرته په ایران کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پوځي عملیاتو د دوام مخه نیول کېږي.د معلوماتو له مخې، دغه پرېکړه‌لیک د ۲۲۰ موافقو او ۲۰۴ مخالفو رایو په ترلاسه ...

Read More »

د سند عالي محکمې د افغان طبي زده‌کړیالانو د ایستلو حکم وځنډاوه

د پاکستان د سند ایالت عالي محکمې، د پاکستان د طبي او غاښونو شورا (PMDC) هغه لارښوونه تر راتلونکې محکمې ناستې وځنډوله چې له مخې یې په پاکستان کې پر طبي زده‌کړو بوخت افغان زده‌کړیالان افغانستان ته د ستنېدو مکلف شوي وو. محکمې همداراز امر کړی چې تر راتلونکې ناستې ...

Read More »