Home » 2022 » سپتمبر

Monthly Archives: سپتمبر 2022

اوچا: افغانستان کې ۱۹ سلنه خلک د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

د ملګرو ملتونو بشري مرستو همغږي کوونکي دفتر يا اوچا نن تازه د پنج‌نشبې په ورځ د (تلې په ۷مه) په افغانستان کې د خوړو له ناخونديتوب سره د مخ افغانانو شمېرې خپرې کړي دي. اوچا په دې اړه خپل ټوېټر کې ليکلي، چې دا مهال د افغانستان ۲۴سلنه وګړي ...

Read More »

نيکول پاشينيان: اذربايجاني سرتيرو بيا پر ارمني سرتېرو بريد کړی

د ارمنيا لومړي وزير نيکول پاشينيان ادعا کړې، چې د اذربايجان سرتېرو پرون چهارشنبه د (تلې په ۶مه) يو وار بيا په ګډه پوله کې پر ارمني سرتېرو بريد کړی دی. نوموړي زياته کړې د بريد پرمهال اذربايجاني سرتېرو پولې ته څېرمه سيمه په درنو وسلو ويشتې او مالي زيانونه ...

Read More »

امريکا: پر عراق د ايران وروستی بريد د دې هېواد د حاکميت نقض دی

امريکا د ايران هغه هوايي بريد غندلی، چې پرون چهارشنبه د (تلې په ۶مه) يې د عراق په خاوره کې دننه پر کرد ميشته سيمه کړی دی. د امريکا بهرنيو چارو وزارت وياند نېډ پرايس په دې اړه ويلي، چې د ايراني ځواکونو پروني هوايي بريد کې ملکي وګړي وژل ...

Read More »

پاکستان کې پر چينايي وګړو د بريد له امله يو تن وژل شوی او دوه نور ټپيان دي

د پاکستان سند ايالت په کراچۍ کې پرون چهارشنبه د (تلې په ۶مه) د چينايي وګړو پر يوه روغتيايي کلينيک وسله‌وال بريد شوی، چې په ترڅ کې يې يو چينايي وګړی وژل شوی او دوه نور ټپيان دي. د پاکستان ډان ورځپانې د راپور له مخې، وسله‌وال بريدګر لومړۍ د ...

Read More »

بلاول بوټو: د افغان طالبانو منزوي کول به ناوړه پايلې ولري

د پاکستان بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري په خپلو تازه څرګندونو کې، د نړيوالو له لوري له افغان طالبانو سره پر تعامل او ښکېلتيا ټينګار کړی دی. نوموړي له اسوشيېټيډ پرېس سره په مرکه کې ويلي، که طالبان يوازې او منزوي پرېښودل شي نو د نوموړي په خبره په ...

Read More »

پاکستان مشهور ديني عالم د ښوونځيو په اړه د عباس ستانکزي نظر تائيد کړ

د پاکستان د اسلامي نظرياتي کونسل يا د اسلامي ايډيالوژۍ شورا مشر قبله ايازي د افغانستان بهرنيو چارو وزارت د سياسي معين هغه څرګندونې تائيد کړي، چې د نجونو پرمخ د ښوونځيو د بېرته پرانيستو په اړه يې کړي دي. نوموړي پرون چهارشنبه د (تلې په ۶مه) کراچۍ کې ويلي، ...

Read More »

توماس ويسټ: د کووټې شورا د زور له لارې د واک نيولو طرحه عملي کړه

د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی توماس ويسټ وايي، د طالبانو يوې ډلې چې په ګووټه کې مېشت وه، د زور له لارې پر افغانستان د ولکې پر ټينګولو تمرکز کاوه. نوموړي دغه څرګندونې پرون چهارشنبه ناوخته د (تلې په ۶مه) امريکا کې د سټراټيژيکو او نړيوالو څېړنو مرکز ...

Read More »

سوداګرۍ او صنعت وزارت له روسيې سره د تېلو او ګازو د ورادولو قرارداد کړی

روېټرز خبري اژانس په يوه راپور کې د افغانستان سرپرست حکومت له لوري له روسيې سره د ډيزلو، مايع ګاز او د غنمو واردولو قرارداد له لاسليکولو خبر ورکړی. روېټرز پرون سې‌شنبه د (تلې په ۵مه) د سوداګرۍ او صنعت وزارت سرپرست وزير نورالدين عزيزي له قوله ويلي، چې دا ...

Read More »

پاکستان: د افغانستان او پاکستان اړيکو ته بايد د يوه کس له نظره ونه کتل شي

په کابل کې د پاکستان سفارت سرپرست اسد عباس ويلي، چې هېواد يې اوس هم په سختو شرايطو کې له افغانانو سره مرستو ته دوام ورکړی دی. ازاد خبريال سميع يوسفزي په دې اړه خپل ټوېټر کې د عباس له قوله ليکلي، چې پاکستان اوس هم هر ورځ له افغانانو ...

Read More »

امريکا لا هم کابل کې د بې‌پيلوټه الوتکې د بريد قربانيانو ته غرامت نه دی ورکړی

پنټاګون يا د امريکا دفاع وزارت په يوه تازه راپور کې، چې پرون سې‌شنبه د (تلې په ۵مه) يې خپور کړی اعتراف کړی، چې په ۲۰۲۱ زېږديز کال کې د تخليې عملياتو پرمهال په کابل کې د بې‌پیلوټه الوتکې بريد له امله ۱۰ تنه ملکي افغانان وژل شوي دي. دې ...

Read More »