Home » سیمه او نړی (page 20)

سیمه او نړی

خان به اته ورځې نور هم د پولیسو په بند کې وي

 د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان یوه ورځ وروسته له هغه، چې د پاکستان د احتساب د ملې ادارې له خوا ونیول شو، نن په یوه ځانګړې محکمه کې راڅرګند شو. خان پر ځان لګول شوي تورونه رد کړل او هغه یې سیاسي انګېزه وبلله. نوموړی نن د محکمي پر ...

Read More »

ازبکستان کې له وخت مخکې ولسمشرۍ ټاکنې کیږي

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضایف په دې هېواد کې د ولسمشرۍ له وخته مخکې انتخابات اعلان کړي. دا اعلان وروسته له هغه کېږي چې د ازبکستان په اساسي قانون کې د اپرېل په دېرشمه د یوې ټول‌پوښتنې په ترڅ کې بدلون راغی. د دې بدلون له مخې د ولسمشر د ...

Read More »

اوکراین ته د نړیوالو پوځي مرستو دوام؛ پولنډ لس جنګي الوتکې ورکړې

پولنډ اوکراین ته لس MiG-29 جنګي الوتکې ورکړې چې د روسي ځواکونو د ځوابي برید لپاره چمتووالی ونیسي. وارسا دغه خبر د دوشنبې په ورځ اعلان کړ. تېر مارچ پولنډ وویل، اوکراین ته به د پخواني شوروي اتحاد ځینې جنګي الوتکې ورکړي او د تېرې میاشتې په پیل کې یې ...

Read More »

پاکستان کې سېلابونو مالي زیانونو سربېره ۱۴ کسان مړه کړي

پاکستاني چارواکي وايي چې د دغه هېواد په بېلا بېلو برخو کې د جمعې له ورځې راهېسې د بارانونو له کبله په یو لړ رامنځ ته شویو پېښو کې لږ تر لږه ۱۴ تنه مړه شوي دي. د پاکستان د نیلم سیمې امنیتي چارواکو ویلي چې نهه سیلانیان په کشمیر کې ...

Read More »

وسله والو سره نښته کې ۶ پاکستاني پولیس وژل شوي دي

د ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځیانو او وسلوالو تر منځ نښته کې شپږ تنه پاکستاني پولیس وژل شوي دي. د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په سیمه کې د ترهګرو پر وړاندي ...

Read More »

د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې پنځه پولیس وژل شوي

په کشمیر کې د وسله والو پر ضد د عملیاتو پر مهال پنځه تنه هندي سرتیري وژل شوي دي. رویټرز خبري اژانس ویلي، چې تېره ورځ په کشمیر کې د وسله والو پر ضد د عملیاتو پر مهال د هند د پوځ پنځه سرتیري وژل شوي او یو بل تن ...

Read More »

روسانو پر باخموت ښار بريدونه کړي دي

د اوکراین دفاع وزارت د باخموت پر ښار د روسي ځواکونو د سختو بریدونو خبر ورکوي. د اوکراین پوځ پرون وویل، روسیې د دې ښار شاوخوا نوي تازه دمه سرتېري ځای پرځای کړې دي. د اوکرایني پوځیانو په وینا، روسي ځواکونو پر باخموت د توغندیو بریدونه کړي دي. د اوکراین ...

Read More »

ترکیه کې د ترهګرۍ په تور ۱۱۰ کسان نیول شوي دي

د ترکیې امنیتي سرچینو ویلي چې د دغه هېواد پولیسو د هغو کسانو پر ضد په عملیاتو کې ۱۱۰ کسان نیولي، چې د کردستان کارګر ګوند (پې کې کې) سره پرې د تړاو شک وو. پر دغه ګوند باندې په ترکیه کې بندیز دی. سرچینې ویلي، که څه هم دغه ...

Read More »

بایډن د امریکا راتلونکو ټاکنو ته رسمآ خپله کاندیداتوري اعلان کړه

د امریکا ولسمشر جو بایډن په رسمي ډول اعلان وکړ چې، دی د ۲۰۲۴ کال ټاکنو کې بیا ځان کاندیدوي. نوموړي له رایې ورکونکو وغوښتل چې ده ته د دندو د پای ته رسولو لپاره نور وخت ورکړي او د نورو څلورو کلونو لپاره د امریکا د تر ټولو زاړه ...

Read More »

د ایټالیا سواحلو کې د کډوالو یوه کښتۍ ډوبه شوې ده

ایرنا خبري اژانس د ایټالیا په سواحلو کې د ۲۰کډوالو د ډوبېدو خبر ورکړی دی. سرچینه زیاتوي چې دغه کډوال په یوه وړه کښتۍ کې سپاره وو چې په مدیترانې سمندر کې ډوب شوي او یو تن مړ شوی دی. په سمندر کې کب نیوونکي پر دې توانېدلي چې ۳۴ ...

Read More »