Home » سیمه او نړی » شیخ حسینه بنګله‌دېش ته د بېرته ستنېدو لپاره د نوي پاسپورټ او پېژندپاڼې غوښتنه کړې
شیخ حسینه

شیخ حسینه بنګله‌دېش ته د بېرته ستنېدو لپاره د نوي پاسپورټ او پېژندپاڼې غوښتنه کړې

د بنګله‌دېش ګوښه شوې لومړۍ وزیرې شیخ حسینې له هند څخه خپل هېواد ته د بېرته ستنېدو په موخه د نوي پاسپورټ او ملي پېژندپاڼې د ترلاسه کولو غوښتنه کړې ده.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د حسینې وکیلانو په نوي ډیلي کې د بنګله‌دېش سفارت ته په یوه لیک کې د نوموړې لپاره د نویو سفري اسنادو د صادرولو غوښتنه کړې ده.

د راپور له مخې، دا له ۲۰۲۴ کال راهیسې بنګله‌دېش ته د حسینې د بېرته ستنېدو لپاره لومړی رسمي اقدام دی. هغې تر دې مخکې ویلي وو، چې د ډسمبر په میاشت کې به خپل هېواد ته ستنه شي او محکمې ته به ځان وسپاري.

شیخ حسینه په ۲۰۲۴ کال کې د محصلانو په مشرۍ د پراخو لاریونونو له امله له واکه ګوښه شوه او هند ته وتښتېده. نوموړې تېر کال د لاریونونو د ځپلو په تړاو په غیاب کې په اعدام محکومه شوې، خو پر هغې لګېدلي تورونه ردوي.

رویټرز زیاتوي، چې د حسینې احتمالي بېرته ستنېدل ښايي په بنګله‌دېش کې سیاسي او حقوقي کړکېچونه لا زیات کړي، خو په ورته وخت کې له هند سره د دغه هېواد د ترینګلو اړیکو د ښه کېدو لپاره هم زمینه برابرولای شي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

هوسۍ اندړ: د عایشې وهاب مخکښوالی د افغان ښځو لپاره د ویاړ شېبه ده

جرمني کې د فرانکفورت ښار ...