د امریکا مرستیال ولسمشر جیډي ونس له ایراني امنیتي چارواکي محسن رضايي سره د مستقیمو خبرو اترو او مخامخ لیدنې احتمال څېړي.
وال سټریټ ژورنال د سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د دواړو لورو احتمالي لیدنه ښايي د قطر په پلازمېنه دوحه کې ترسره شي.
د راپور له مخې، ونس د روان کال په اکتوبر میاشت کې محسن رضايي ته په یوه استولي لیک کې د دغې لیدنې غوښتنه کړې ده.
محسن رضايي د لیک ترلاسه کول تایید کړي، خو د محتوا په اړه یې له څرګندونو ډډه کړې ده.
تر اوسه د احتمالي لیدنې لپاره کومه رسمي نېټه نه ده اعلان شوې.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس