متحده ایالاتو جمعه (د سلواغې پنځمه) مصر او اسراییلو ته د خوراکي توکو او نظامي بودیجې پرته د نړۍ په ټولو هېوادونو مرستې بندې کړې دي. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو په یو یاداشت کې ددغه وزارت کارکوونکو ته ویلي، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اجنډا ...
Read More »لاس انجلس کې نوې اورلګېدنه وشوه
د لاس انجلس په شمال کې یوې نوې اورلګېدنې د امریکا چارواکي اړ کړل چې تر چهارشنبې د سلواغې تر ۳مه پورې د زرګونو خلکو د وتلو امر وکړي. د کاسټیک جهيل ته نږدې د غونډیو په لمنو کې اورونه په چټکۍ سره خپاره شول، چې په دوو ساعتونو کې ...
Read More »د ناروې شورا: د امریکا د مرستو ځنډېدل به په افغانستان کې زیانمن کسان نور هم اغېزمن کړي
د ناروې د کډوالو شورا مشر خبرداری ورکړی چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې له خوا د مرستو ځنډول به په افغانستان کې زیانمنو په ځانګړې توګه ښځو او بې ځایه شویو کسانو ته د مرستو پر بهیر ناوړه اغېز وکړي. د ناروې د کډوالو د شورا ...
Read More »ټرمپ د اوکراین او روسیې ترمنځ د سولې پر ټینګښت ټینګار کړی
د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډټرمپ، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته ګواښ کړی چې که له اوکراین سره د سولې موافقه ونه کړي، نو اضافي بندیزونه به پرې ولګوي. ټرمپ پرون (سه شنبې، د سلواغې ۲مه) په سپینه ماڼۍ کې دا څرګندونې وکړې او د چین د ولسمشر، شي جین ...
Read More »د ټرمپ لخوا امریکا ته د نږدې ۱۶۶۰ افغانانو د الوتکو پروازونه لغوه شول
په متحده ایالاتو کې د افغان کډوالو د بیا میشت کېدو د یوې ادارې مسوولینو (دوشنبې د سلواغې لومړۍ نېټه) ویلي چې د امریکا د نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې د یوې پرېکړې له امله د نږدې ۱۶۶۰ افغانانو د الوتکو پروازونه لغوه شوي دي. هغوی چې پروازونه یې لغوه ...
Read More »نایجیریا کې د تېلو د ټانکر د چاودنې په پېښه کې۷۰ کسان مړه شول
د نایجیریا چارواکي وايي چې د تېلو ټانکر چاودنې له امله ۷۰کسان مړه شوي دي. د نایجیریا په دیکو ایالت کې د پټرولو یو ټانکر چپه شو او خلکو ترې تېل وړل چې چاودنه وشوه او ګڼ شمېر خلک پکې مړه شول. د راپور له مخې د نایجیریا د بېړنیو ...
Read More »ټرمپ له ا.ا وغوښتل چې په افغانستان کې د امریکا پاتې تجهیزات بېرته ورکړي
د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، له ا.ا څخه غواړي چې په افغانستان کې له امریکا پاتې شوي تجهیزات د بېرته وروسپاري. ټرمپ تر لوړې یوه ورځ مخکې د خپلو پلویانو یوې غونډې ته په وینا کې ویلي چې د دوی د پوځ میلیارډونه ډالره شتمني ا.ا ته ورکړل ...
Read More »رینا امیري: نن مې د افغان ښځو او بشري حقونو په برخه کې د ماموریت وروستۍ ورځ ده
د افغان ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې، رینا امیري نن (دوشنبې، د سلواغې لومړۍ نېټه) پر اېکس لیکلي چې نن یې د دندې وروستۍ ورځ ده او د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړې استازې په توګه د ښځو، نجونو او بشري حقونو په برخه کې ...
Read More »نن د اسراییل او حماس ترمنځ اوربند عملي کېدل پيلېږي
د حماس او اسراییلو ترمنځ په غزه کې د اوربند او یرغمل شویو د خوشې کولو هوکړه به نن (یکشنبې، د مرغومي ۳۰مه) د یو شمېر برمته شویو او بندیانو په خوشې کولو پلې شي. د راپورونو له مخې، د دغه درې پړاویزې هوکړې په لومړي پړاو کې به د ...
Read More »افریقا کې د کډوالو د کښتۍ چپه کېدو په پېښه کې څه باندې ۴۰ پاکستانیانو ژوند بایللی
د لویدېځې افریقا په اوبو کې د کډوالو د یوې کښتۍ چپه کېدو له امله ۵۰ کسان ډوب شوي، چې له ۴۰ ډېر یې پاکستاني اتباع ښودل شوي دي. د هسپانیې د کډوالو یوې ادارې ویلي چې په کښتۍ کې ټول ۸۰ کسان سپاره و او د کنري ټاپوګانو ته ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس