Home » 2022 » مې

Monthly Archives: مې 2022

متقي: د هند او فغانستان ترمنځ سياسي او اقتصادي اړيکي د دواړو په ګټه دي

د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي وايي، افغانستان په سيمه او نړۍ کې له هېوادونو سره د متقابل احترام پر اصل ولاړو اړيکو رامنځته کولو په هڅه کې دی او له دې ډلې هند هم هغه هېواد دی، چې اسلامي امارت ورسره د مثبتو اړيکو غوښتونکی دی. نوموړي دا ...

Read More »

امرالله صالح: ط.البان د مشروعيت ترلاسه کولو لپاره پر يوه طرحه سلا شوي

مخکينی مرستيال ولسمشر امرالله صالح وايي، ط.الب مشرانو د داخلي او بهرني مشروعيت د ترلاسه کولو په موخه پر يوې طرحې هوکړه کړې، چې په خبره يې د يادې طرحې پر بنسټ به په راتلونکي يو لړ اقدامات هم ترسره شي. نوموړي نن سې‌شنبه د (غبرګولي په ۱۰مه) خپله فېسبوک ...

Read More »

اروپايي ټولنه پر روسي نفتو د بنديزونو پر لګولو سلا شوې

د اروپايي ټولنې استازي دوشنبه د شپې د (غبرګولي په ۹مه) پر دې سلا شوي، چې له روسيې څخه د نفتو پر واردولو نوي بنديزونه وضعه کړي. د دې پرېکړې له مخې به، د روان ۲۰۲۲ زېږديز کال تر پايه اورپا ته د روسيې پر ۹۰ سنله نفتي صادراتو بنديز ...

Read More »

خامنه‌اي: ايران او تاجکستان د افغانستان په اړه شريکې اندېښنې لري

د ايران مذهبي مشر ايت‌الله خامنه‌اي وايي، په افغانستان کې د ترهګرۍ د پراختيا دغه راز په نوموړي هېواد کې د امنيتي او بشري وضعيت په تړاو انديښنې لا هم پر خپل ځای دي. نوموړي دا څرګندونې پرون دوشنبه د (غبرګولي په ۹مه) مازدېګر مهال د تاجکستان له ولسمشر امام ...

Read More »

“له افغانستان سره د بشري ناورين په کابو کولو کې لازمو مرستو ته اړتيا ده”

د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف دفتر خبر ورکړی چې نوموړي پرون دوشنبه ناوخته د (غبرګولي په ۹مه) د برېتانيې له لومړي وزير بوريس جانسن سره خبرې کړي دي. د شريف دفتر په دې اړه خپره کړې اعلاميه کې ويلي، چې د يادو ټليفوني خبرو پرمهال د دوه اړخيزه مسايلو ...

Read More »

کېف ته د امريکا سفير او ډيپلوماټان د سفارت پرانيستو په موخه رسيدلي

د اوکراين لپاره د امريکا سفيره او ډيپلوماټان پرون دوشنبه ناوخته د (غبرګولي په ۹مه) د نوموړي هېواد پلازمېنه کېف ته رسېدلي، څو دغلته د امريکا تړل شوی سفارت بېرته فعال کړي. د اوکراين لپاره د امريکا سفيرې برجټ ای برېنک ويلي، چې د امريکا متحده ايالت په هر حالت ...

Read More »

ټام ويسټ له پخوانيو چارواکو او فعالانو سره د افغانستان پر وضعيت خبرې کړي

د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ټام ويسټ ويلي، چې پرون دوشنبه د (غبرګولي په ۹مه) يې په ترکيې کې له افغان خبريالانو، بانکوالانو، پخوانيو واليانو، وزيرانو، د ولسي او مشرانو جرګې له غړو، مدني فعالانو، د بشري حقونو له فعالانو او له حقوق پوهانو سره ليدلي دي. نوموړي ...

Read More »

شمالي وزيرستان کې د پاکستاني پوځيانو پر پوسته ځانمرګی بريد شوی

په قبايلي سيمه شمالي وزيرستان کې نن دوشنبه د (غبرګولي په ۹مه) د پاکستاني پوځيانو پر يوه پوسته ځانمرګی بريد شوی او په ترڅ کې يې يادو پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. ځايي چارواکو د پېښې په تائيدولو سره ويلي، ځانمرګي بريدګر خپل موټرسايکل چې چاودېدونکي توکي يې په ...

Read More »

ايران او افغانستان د کډوالو ستونزو هواري په موخه پر ګډو همکاريو هوکړه کړې

په کابل کې د ايران سفارت مرستيال سېد حسن مرتضوي پرون يک‌شنبه د (غبرګولي په ۸مه) د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له سرپرست خليل الرحمن حقاني سره ليدلي او د کډوالو پر وړاندې پر پرتو ستونزو يې خبرې کړي دي. د يادې ليدنې پرمهال مرتضوي زياته کړې، په ...

Read More »

قطر: لوېديځ هېوادونه دې له ط.البانو سره تعامل وکړي

په داسې حال کې چې د لوېديځ په شمول نړيوالو د افغانستان له سرپرست حکومت سره هر ډول تعامل د نوموړي حکومت پر سالم عمل پورې مشروط کړی؛ خو تازه قطري چارواکو له ط.البانو سره د نړيوالو په تعامل کې د جديت غوښتنه کړې ده. د قطر بهرنيو چارو وزير ...

Read More »