Home » سیمه او نړی » الهان عمر د امریکا د دفاع وزیر د استیضاح غوښتنه کړې
الهان عمر

الهان عمر د امریکا د دفاع وزیر د استیضاح غوښتنه کړې

د امریکا د استازو جرګې ډیموکراټې غړې الهان عمر د دغه هېواد د دفاع وزیر پیټ هیګسیت د استیضاح غوښتنه کړې او نوموړی یې له خپل مقام څخه په ناوړه ګټې اخیستنې تورن کړی دی.

عمر په یوه تازه پیغام کې ویلي، هیګسیت په ایران کې ناقانونه جګړه پر مخ وړي، په کارابین کې له قضايي بهیر پرته وژنې ترسره کېږي او د هغه د پرېکړو له امله د بې‌ګناه ملکي وګړو ژوند له خطر سره مخ شوی دی.

نوموړې ټینګار کړی چې هیګسیت باید د دغو اقداماتو په تړاو حساب ورکړي او د استیضاح بهیر یې پیل شي.

دا غوښتنه په داسې حال کې مطرح کېږي چې د امریکا جمهوري‌پال استازي توماس مسي هم د نومبر په نهمه د هیګسیت د استیضاح طرحه کانګرس ته وړاندې کړې ده. په دې طرحه کې د ایران جګړې او په کارابین او نورو سیمو کې د پوځي عملیاتو په تړاو اته تورونه شامل دي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

عایشه وهاب د امریکا کانګرس ته د دوو کلونو لپاره بیا بریالۍ شوه

افغان‌الاصلې امریکایي سیاستوالې عایشه وهاب ...