د راپورونو له مخې، د روسیې یو لوړپوړی اقتصادي او سیاسي پلاوی به سبا، پنجشنبه (د نومبر ۱۲مه)، د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک په مشرۍ کابل ته سفر وکړي.
د راپورونو له مخې، دغه پلاوی به له افغان چارواکو سره د دوهاړخیزو اړیکو د پیاوړتیا، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا، پانګونې، انرژۍ او ټرانسپورټ په برخو کې د ګډو همکاریو پر فرصتونو خبرې وکړي.
دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د نومبر په ۱۰مه د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په کابل کې د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره لیدلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.
د يادونې وړ ده چې د روسیې او افغانستان ترمنځ اقتصادي اړیکې په وروستیو میاشتو کې د پراختیا په حال کې دي. د روسیې د حکومت د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو اوو میاشتو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې راکړې ورکړې د تېر کال د همدې مودې په پرتله دوه نیم برابره زیاتې شوې دي.
روسیه
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس