Home » 2021 » مې

Monthly Archives: مې 2021

روغتیا وزارت: په افغانستان کې ۲۱ سلنه کسان د تنباکو د استعمال له کبله مړه کېږي

رویداد خبري آژانس

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي، په هېواد کې ۲۱ سلنه کسان د تنباکو د استعمال له کبله مړه کېږي، چې ډېره برخه یې سګرټ دي، چې د زړه او سرطان ناروغۍ پیدا کوي.  دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې زیاته  کړې، چې  په هېواد کې په کلني ډول ...

Read More »

برېټانیا: خپلو افغان همکارانو ته د وېزې د ورکړې بهیر چټکوو

رویداد خبري آژانس

برېتانیا وایي خپلو افغان همکارانو او ددوی د کورنۍ غړو ته د وېزې ورکولو بهیر چټکوي. برېتانوي حکومت ویلي د خپلو ځواکونو له ایستلو سره هممهاله کوښښ کوي د هغو افغانانو د خوندیتوب لپاره هم هڅه وکړي چې په تېر شل کلن ماموریت کې ددوی همکاران پاتې شوي دي. د ...

Read More »

پکتيا کې؛د کرونا ناروغانو لپاره سل بستريز روغتون پرانیستل شو

رویداد خبري آژانس

په پکتيا ولایت کې د ۷۸ میليونه افغانيو په لګښت د کرونا سل بستريز روغتون ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د ولسمشرۍ ماڼۍ د عملياتي ادارې لخوا جوړ شوی دغه روغتون، ۵۵ خونې او د کرونا ناروغانو د درملنې ټول امکانات لري چې چارې يې د يوه کال په موده ...

Read More »

حامد کرزی: بهرنیانو د افغان سولې له بهیر ځان ته د خپلو ګټو پروژه جوړه کړې

رویداد خبري آژانس

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزی وایي بهرنیانو د افغان سولې له بهیر ځان ته د خپلو ګټو پروژه جوړه کړې ده. نوموړي نن په کابل کې د سولې یوې غونډې ته وویل،د جګړې دواړو لورو ته پکار ده چې دغه بهیر له پروژه‌توب وباسي او ملي بهیر ته یې واړوي. ښاغلي کرزي دغه راز د سولې روان بهیر باید ملي شي او مشري یې دې د افغانانو لاس ته ولوېږي: بهرنیان افغانستان ته سوله نه‌شي راوستی، ځکه دوی ټول خپلې ګټې لري، نو دا د افغانانو کار او مسوولیت دی چې په دې حساسو شرایطو کې خپلې ګټې وپالي او یو موټي شي. هغه د خپلو خبرو پرمهال  له طالبانو وغوښتل چې راشي او بامیانو کې د سولې روان مذاکرات پرمخ یووسي.  که څه هم د افغان حکومت د مرکچي ډلې یو شمېر غړي په دوحه کې دي، خو اوږده موده شوې چې د دواړو لوریو ترمنځ د سولې په اړه کومه ناسته نه ده شوېږ

Read More »

د بهرنیو سرتیرو وتلو بهیر؛ اروپايي ټولنه وایي له افغانستان سره یې ژمنې پر خپل ځای دي

رویداد خبري آژانس

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د استازولۍ سرپرست توماس نېکلسن د اروپايي ټولنې یوې غونډې ته د خبرو پر مهال ویلي چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو له پرېکړې سره ددوی په ژمنو کې توپیر نه دی راغلی. د توماس نېکلسن په خبره له افغانستان سره د اروپايي ټولنې ...

Read More »

د ایران یوشمېر سیاسي تنظیمونو د ولسمشرۍ ټاکنو د بایکاټ کېدو غوښتنه وکړه

رویداد خبري آژانس

د ایران د جمهوري غوښتونکو اتحاد، فدایان خلق او د ایران د جمهوري غوښتونکو پیوستون سیاسي تنظیمونو د دغه هېواد د جون میاشتې د ولسمشرۍ ټاکنو د بابکاټ کېدو غوښتنه وکړه. دې درېیو ګوندونو چې له ایرانه بهر مېشت دي، په یوه اعلامیه کې ویلي د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ...

Read More »

بایډن: د روسیې پر ولسمشر به فشار راوړم چې د بشري حقونو درناوی وکړي

رویداد خبري آژانس

د امریکا ولسمشر جو بایډن وایي، دی به پر خپل سیال د روسیې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین چې کله ورسره په جون کې ګوري، فشار راوړي چې د بشري حقونو درناوی وګړي. ټاکل شوې چې دواړه ولسمشران د جون په ۱۶مه د سویس په جنوا ښار کې سره وګوري. دغه ...

Read More »

هند له امریکايي لوړپوړ چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړې

رویداد خبري آژانس

د هندي رسنیو د راپور له مخې د هند د بهرنیو چارو وزیر جې شنکر په امریکا کې دی او هلته یې ددغه هېواد له بېلو لوړپوړ چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي. نوموړي د امریکا ددفاع له وزیر سره هم کتلي دي او دوی ته یې واضح ...

Read More »

د چلسي فوټبال ټیم یو وار بیا د اروپا د اتلانو لیګ اتلولي وګټله

رویداد خبري آژانس

د چلسي فوټبال ټیم له کلونو وروسته یو وار بیا د اروپا د اتلانو لیګ اتلولي وګټله. د اروپا د اتلانو لیګ فاینل ته دوه انګلیسي ټیمونه وتلي وو. د چلسي او منچسټر سیټي ترمنځ فاینل لوبه د پرتګال په پورټو ښار کې وشوه. په پایله کې یې د چلسي ...

Read More »

لسګونه روسي ډیپلوماتان له چک جمهوریت نه ووتل

رویداد خبري آژانس

لسګونه روسي ډيپلوماتانو د چک جمهوریت له امر سره سم روسیې ته روان شول.  روسي رسنیو لیکلي، ۵۴ ډيپلوماتانو یې له خپلو کورنیو سره یو ځای چک جمهوریت پرېښود او روسیې ته لاړل. د روسیې دولتي آژانس ټاس ویلي، چې پرون شنبه ۵۴ ډیپلوماتان له خپلو کورنیو سره یو ځای ...

Read More »