Home » 2026 » اکتوبر

Monthly Archives: اکتوبر 2026

روبیو د نړیوال اقتصادي ثبات پر ساتلو د G20 پر غړو هېوادونو غږ کړی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په اتلانتا کې د شلو سترو اقتصادونو ډلې (G20) د استازو په غونډه کې پر غړو هېوادونو غږ کړی چې د نړیوال اقتصادي ثبات د ساتلو لپاره خپلې هڅې همغږې کړي. روبیو ویلي، هېوادونه باید د نوي مالي نظم پر وړاندې د ...

Read More »

د ترکي دولتونو سازمان په افغانستان کې پر سولې او ثبات ټینګار کړی

د ترکي دولتونو سازمان د خپلې دیارلسمې سرمشریزې په ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د سولې، ثبات او دوامدارې پراختیا لپاره د هڅو پر دوام ټینګار کړی دی. د یاد سازمان په اعلامیه کې راغلي، چې د افغانستان امنیتي وضعیت، سیاسي بدلونونه او بشري شرایط له نږدې څاري. اعلامیه ...

Read More »

د ښارونو نړیواله ورځ؛ ملګري ملتونه د دوامدارې ښاري پراختیا او مناسبو کورونو پر برابرولو ټینګار کوي

نن د اکټوبر ۳۱مه د ښارونو نړیواله ورځ ده؛ هغه ورځ چې د ښاري ژوند د ستونزو، د ښارونو د راتلونکې او دوامدارې پراختیا په اړه د نړیوال پوهاوي لوړولو په موخه نمانځل کېږي. ملګري ملتونه وایي، د دې ورځې نمانځل هېوادونو ته فرصت برابروي چې د ښاري پراختیا په ...

Read More »

روسیه: پښتو ژبه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پخلاینې په برخه کې مرسته کولای شي

په پاکستان کې د روسیې سفارت اعلان کړی چې د «پښتو پرمختللې عملي ګرامر» په نوم د درسي کتاب د مخکتنې مراسم د اکتوبر پر ۲۷مه د دغه سفارت په ودانۍ کې ترسره شوي دي.په دغو مراسمو کې په پاکستان کې د روسیې سفیر البرټ پي خورف، په پاکستان کې ...

Read More »

د اکتوبر۲۹مه د مغزي سکتې له نړیوالې ورځې سره سمون لري

دغه ورځ د مغزي سکتې د خطرونو په اړه د عامه پوهاوي لوړولو، د مخنیوي لارو چارو، درملنې او له دغو ناروغانو څخه د ملاتړ په موخه نمانځل کیږي. د معلوماتو پر بنسټ، د معزي سکتې نړیواله ورځ په ٢٠٠٦ کال کې د سکتې مغزي نړیوال سازمان له لوري ونومول ...

Read More »

په هسپانیه کې د اورګاډو د ټکر له امله درې ورځنی ملي ماتم اعلان شو

د هسپانیې پاچا شپږم فیلیپ په دغه هېواد کې د اورګاډو د ټکر له امله د قربانیانو په یاد او د هغوی له کورنیو سره د خواخوږۍ په موخه درې ورځنی ملي ماتم اعلان کړی دی. د شاهي فرمان له مخې، ملي ماتم د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر په ۲۹مه ...

Read More »

د اسرائیلو د ټاکنو لومړنۍ پایلې؛ نتانیاهو له خپلو مخالفانو سره په سیالۍ کې

د اسرائیلو د پارلماني ټاکنو د لومړنیو پایلو له مخې، د بنیامین نتانیاهو په مشرۍ ائتلاف او مخالف بلاک یې د حکومت جوړولو لپاره د اړینو ۶۱ څوکیو د ترلاسه کولو پر سر سیالي کوي. د ټایمز اف اسرائیل د اکتوبر د ۲۸مې د راپور له مخې، د رایو د ...

Read More »

په دوو اوونیو کې نږدې ۹۵ زره افغانان له ایران او پاکستان څخه راستانه شوي

د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، د اکتوبر له ۱۱مې تر ۲۴مې نېټې پورې ۹۴ زره او ۹۱۱ افغانان له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي. د سازمان د شمېرو له مخې، په دې موده کې ۶۸ زره او ۲۶۰ کسان له ایران او ۲۶ زره او ۶۵۱ ...

Read More »

د کابل ښار د پراختیا لپاره د ښاري پلان جوړونې او پانګونې پر اړتیا ټینګار

د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام (UN-Habitat) د ښارونو د نړیوالې ورځې په درشل کې ویلي، چې د کابل ښار ودانیزې سیمې په تېرو څو لسیزو کې د پام وړ پراخې شوې دي. دغه بنسټ ټینګار کړی، چې د کابل د دوامدارې پراختیا لپاره اغېزمن ښاري پلان جوړونې او ...

Read More »

پاکستان د افغان سوداګرو د کانتینرونو لیلام ودراوه

د پاکستان د ګمرکونو چارواکي وايي، د افغان سوداګرو د هغو کانتینرونو د لیلام بهیر یې ځنډولی چې د سوداګریزو او ترانزیټي لارو د تړل کېدو له امله په دغه هېواد کې ایسار پاتې دي. د پاکستان د ټرانزیټ سوداګرۍ عمومي رئيس عرفان جاويد ویلي، چې دا پرېکړه د افغانستان ...

Read More »