Home » 2024 » اپریل

Monthly Archives: اپریل 2024

یوناما په هرات کې پر لمونځ کوونکو برید غندلی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (یوناما) په هرات ولایت کې پر لمونځ کوونکو برید غندلی دی. یوناما نن (سه شنبه د ثور ۱۱مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه سازمان په هرات کې د شیعه ګانو پر یوه جومات د تېرې شپې هغه برید غندي چې ...

Read More »

هرات کې د وسله‌وال برید له امله شپږ لمونځ‌کوونکي وژل شوي

په هرات کې پر لمونځ‌کوونکو د ناپېژانده وسله‌والو د برید له امله شپږ ملکیان وژل شوي دي. د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع، په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې تېره شپه شاوخوا ۹:۰۰ بجې یو ناپېژانده وسله‌وال د هرات د ګذره ولسوالۍ په ښارګوټي کې په یوه جماعت کې ...

Read More »

د سالنګ لویه لاره د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه

د ا.ا د ټولګټو وزارت وايي چې د سالنګ لویه لاره نن (سه شنبه د ثور ۱۱مه) د مسافر وړونکو موټرو پر مخ پرانیستل شوې ده. د ا.ا د ټولګټو وزارت ویاند، محمد اشرف حق شناس په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د سالنګ لاره نن ۷:۰۰ بجې د لویو ...

Read More »

په هېواد کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو

د ا.ا د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې دغه وزارت د نړیوالو روغتیايي څانګو په همکارۍ نن (دوشنبه د ثور ۱۰مه) په هېواد کې د ۲۰۲۴ کال د پولیو ضد واکسین لومړنی پړاو پیل کړی دی. د ا.ا د عامې روغتیا وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي ...

Read More »

څه باندې څلور زره افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه ایستل شوي

د ا.ا د کډوالو چارو وزارت چارواکي وايي، له ایران او پاکستان څخه شاوخوا څلور زره افغان کډوال په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شوي دي. د ا.ا د کډوالو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې درې زره او ۹۴۳ افغان کډوال له ایران څخه ...

Read More »

“په ټول هېواد کې ۲۳ میلیونه سیمکارټونه فعال دي”

د ا.ا د معلوماتي او ټکنالوژۍ وزارت وايي، چې اوسمهال د ټول هېواد په کچه له ۲۳ میلیونو زیات سیمکارتونه فعال دي. د ا.ا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند، عنایت الله الکوزي رسنیو ته ویلي چې د سیمکارټونو د بیا ثبتونې بهیر له پیله تر اوسه څه باندې ...

Read More »

سبا په ټول هېواد کې د پوليو واکسين کمپاين پيلېږي

‘له پوليو څخه پاک افغانستان’ په نوم اداره وایي چې د پولیو واکسين کمپاين به سبا (دوشنبه د ثور لسمه) د هېواد په ټولو ولايتونو کې پيل شي. دې ادارې نن په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د دې کمپاین په ترڅ کې ماشومانو ته ویټامین «A» هم وېشل کېږي. ...

Read More »

کابل کې د ۹۴۶ میلیونه افغانیو په لګښت د دریو سړکونو د جوړولو کار پیل شو

د ا.ا د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر وايي، د کابل ښاروالۍ د خیرخانې د کوتل سړک د دویمې برخې، تر قصبې پورې د چهاراهي شهید د لومړۍ برخې او تر ګمرک پورې د هوايي ډګر سړک د جوړولو چارې د ۹۴۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل کړې دي. ...

Read More »

د مجاهدینو د بریا ۳۲ ام کال

نن (شنبه، د ثور اتمه) په افغانستان کې د مجاهدینو د بریا له ۳۲ ام دیرشم کال سره برابره ده.په دې ورځ مجاهدین د بېلابېلو ګوندونو په ملاتړ بریالي شول چې د ډاکټر نجیب الله په مشرۍ کمونیستي حکومت نسکور او قدرت په خپل لاس کې واخلي. مجاهدینو په ۱۳۷۱ ...

Read More »

له ایران او پاکستان څخه نږدې څلور زره افغان کډوال ایستل شوي

د ا.ا د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت چارواکي وايي، له ایران او پاکستان څخه شاوخوا څلور زره افغان کډوال په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شوي دي. د ا.ا د کډوالو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دوه زره او ۵۲۲ افغان کډوال له ...

Read More »