په داسې حال کې چې تېره دوشنبه د (چنګاښ په ۷مه) د وسلهوالو لاس ته د ټېګري سيمې مرکز له لوېدو سره سم اېتوپيا حکومت د اوربند اعلان وکړ، خو د ټېګري خلکو د ازادۍ جبهې په نوم وسلهوالې ډلې د دغه هېواد له ځواکونو سره د جګړې لپاره د ...
Read More »Monthly Archives: جون 2021
جنوبي وزيرستان کې د جګړې پرمهال پاکستاني پوځيانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې
په جنوبي وزيرستان کې د پاکستان د پوځ پر يوې پوستې د وسلهوال بريد پرمهال په پوسته کې موجودو پاکستاني پوځيانو ته درنه مرګر ژوبله اوښتې ده. د پاکستان پوځ هم ياد بريد تائيد کړی او ويلي يې دي چې دغه وسلهوال بريد بېګاه شپه ناوخته د (چنګاښ په ۹مه) ...
Read More »ملګرو ملتونو له امريکا غوښتي چې پر ايران بنديزونو لغوه کړي
د ايران او مريکا ترمنځ د اټومي تړون د بيا احيا کولو په اړه د دواړو لوريو په مذاکراتو کې پرمختګ ته په پام سره، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوټرش د امريکا له ولسمشر جوبايډن غوښتي چې پر ايران د اټومي پروګرام له امله لګېدلي بنديزونه لغوه کړي. نوموړي ...
Read More »اسرائيلو په لومړي ځل د خليج په يوه هېواد کې سفارت پرانيست
د اسرائيلو بهرنيو چارو وزير يار ليپېډ چې دا مهال عربي اماراتو ته په رسمي سفر تللی، په دغه هېواد کې يې خپل سفارت پرانيست. د ليپېډ له لوري په عربي اماراتو کې د اسرائيلو سفارت پرانېستل بې ساری اقدام بلل شوی او له دې سره دا لومړی ځل دی ...
Read More »د کرنې ریاست: هلمند کې د پستې څه باندې ۵۰۰ جریبه نوي بڼونه جوړېږي
دافغانستان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي، چې د روان ۱۴۰۰ لمریز کال تر پایه به د همکارو موسسو او ځایي خلکو په همکارۍ په دې ولایت کې د پستې ۵۱۰ جریبه نوي بڼونه جوړ شي. دغه وزارت پرون سې شنبه (د چنګاښ ۸مه نېټه) په یوه خپره شوې خبرپاڼه ...
Read More »حنیف اتمر: د طالبانو نظام نه د موږ، نه پاکستان او نه د نړۍ په ګټه دی
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر وایي، د وسله الو طالبانو د رژیم په څېر یو نظام نه د افغانستان، نه پاکستان او نه د نړۍ په ګټه دی. حنیف اتمر، پرون سې شنبې په ورځ (د چنګاښ ۸مه نېټه) له اریانا نیوز تلویزیون سره په مرکه ...
Read More »ملګرو ملتونو؛د ابراهیم رییسي د بشر ضد جنایتونو د رسمي پلټنې غوښتنه کړې
ملګرو ملتونو د ایران د نوي ولسمشر ابراهیم رییسی د بشر ضد جنایتونو د رسمي پلټنې غوښتنه کړې ده. د ایران په برخه کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړې څانګه وايي چې ابراهیم رییسي د ۱۳۶۷ کال په سیاسي اعدامونو کې لاس لرلی دی او په دې توګه ...
Read More »واشنګټن پوسټ:پاکستان دې له دوه مخي چلند تېر شي او د افغان سولې په پروسه کې دې رښتینې همکاري وکړي
واشنګټن پوسټ په یوه مقاله کې لیکلي دي په پاکستان کې د ترهګرو ډلو مرکزونه، خوندي پټنځایونه او روزنځایونه هغه څه دي چې پر موجودیت یې سترګې نه شي پټېدلی خو پاکستاني چارواکي یوازې د دروغو ژمنې کوي او نړیوالو ته ځان داسې ښيي چې ګواکي افغان سولې ته ژمن ...
Read More »مېلر: د بهرنيو ځواکونو له وتو وروسته په افغانستان کې د کورنۍ جګړې پيلېدو وېره شته
په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر وايي، له افغانستان څخه په بشپړه توګه د بهرنيو ځواکونو په وتلو داسې وېر احساسېږي چې ښايي دا هېواد يو ځل د کورنيو جګړو پر ميدان بدل شي. نوموړي چې پرون سې شنبه د (چنګاښ په ۸مه) يې ...
Read More »امنيتي ځواکونو د فارياب دوې ولسوالۍ له طالبانو بېرته نيولي
ملي دفاع وزارت خبر ورکوي چې د امنيتي او دفاعي ځواکونو د فارياب پښتونکوټ او قرهباغ دوې ولسوالۍ نن سېشنبه د (چنګاښ په ۸مه) له وسلهوالو طالبانو بېرته نيولي دي. دې وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، افغان ځواکونو د نورو ولايتونو ترڅنګ په غزني او پروان کې ...
Read More »