Home » 2020 » جولای

Monthly Archives: جولای 2020

لغمان کې چاودنې یو کس وژلی او ۹ نور ټپیان شوي

رویداد خبري آژانس

د لغمان په سلطان غازي بابا ښارګوټي کې چاودنې یو کس وژلی د دوو ماشومانو په ګډون  او نهه نور ټپیان کړي دي. د لغمان د والي ویاند اسدالله دولت‌زي ياده پيښه تاييده کړې ده،او ویلي چې دا چاودنه تېر ماښام اته بجې د ښاروالۍ د هوټل مخې ته په ...

Read More »

هرات کې د ماین چاودنې له امله اووه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

رویداد خبري آژانس

په هرات ولایت کې پر یوه مسافر وړونکي موټر د ماین د چاودنې له کبله  درې ملکي کسان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي. د هرات د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده ویلي دا چاودنه د یوه چسپکي ماین له کبله چې په یوه مسافر وړونکي فلانکوچ ډوله ...

Read More »

براډ په ټیسټ کرکټ کې پنځه سوه ویکټې پوره کړې

رویداد خبري آژانس

د انګلستان د کرکټ ملې لوبډلې مخکښ او نامتو تېز توپ اچونکي سټورډ براډ د خپل ټیسټ کرکټ په تاریخ کې خپلې ویکټې تر ۵۰۰ واړولې. براډ د ویسټ انډيز په وړاندې درېیمه او وروستۍ ټیسټ لوبه کې خورا ښه وځلېد، چې په دواړو پاڼيو کې یې د ویسټ انډيز ...

Read More »

د نړیوال جام سوپر لیګ لومړی لوبه سبا پیلېږي

رویداد خبري آژانس

د نړیوال جام سوپر لیګ پړاو سیالۍ سبا د ایرلینډ او انګلستان په لوبو سره پیلیږيانګلستان او ایرلینډ به سبا ۵:۳۰ بجې د دریو یو ورځنیو لوبو لړۍ پیل کړي، دغه سیالۍ د ای سي سي د سوپر لیګ پړاو لوبې دي.د کرېکټ نړیوالې شورا له لوري د سوپرلیګ پړاو ...

Read More »

مالیزیا پخوانی صدراعظم د دولتي ‌شتمنۍ د مالي فساد په تور محکوم شو

رویداد خبري آژانس

په مالیزیا کې یوې محکمې د دغه هېواد پخوانی صدراعظم نجیب رزاق د دولتي شتمنیو په لوټ تالان او د مالي فساد په نورو قضیو کې د ښکېلتیا له کبله محکوم کړی دی. پر رزاق تور دی چې د خپل حاکمیت په وخت کې یې له قدرت څخه ناوړه ګټه ...

Read More »

ایراني کارګرانو د خپل حق غوښتلو له کبله لاریون ته مخه کړې

رویداد خبري آژانس

ایراني کارګرانو داسې مهال لاریون کړی چې د دې هېواد اقتصاد د مرګوني کرونا ویروس له کبله په بحراني وضعیت کې دی. ویل کېږي چې د کارګرانو ناکراري پر ایراني رژیم فشار زیاتولای شي. د ایران رژیم په تېره نومبر میاشت کې پر حکومت ضد لاریون کوونکو له زور زیاتي ...

Read More »

د کډوالۍ نړیواله اداره: تېرو ۶ میاشتو کې ایران څه باندې ۴ لکه افغانان ایستلي

رویداد خبري آژانس

د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې تر څلور لکه زیات افغانان له ایران څخه ستانه شوي دي. د کډوالۍ نړیوال سازمان یا (IOM) دا خبره نن سې شنبه په خپل راپور کې کړې ده. د دغه سازمان په حواله ایران په وروستیو ...

Read More »

دفاع وزارت:په جوزجان کې ۷تنه طالبان وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي

د افغانستان دفاع وزارت د جوزجان ولایت په فیض آباد او سه درخت ولسوالۍ کې د طالبانو د حملې پر شا تمبولو خبر ورکوي. د افغانستان ملي دفاع وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلي”:  تیره ورځ، طالبانو پلان درلود چې د جوزجان ولایت د فیض آباد ولسوالۍ د «سه ...

Read More »

په پاکستان کې د افغانستان سفیر له خپلې دندې نه استعفا ورکړه

رویداد خبري آژانس

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر شکرالله عاطف مشعل نن چهارشنبه د جولای ۲۹ (زمری۸) پرخپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د نورو زده کړو ترسره کولو او ځینو معاذیرو له مخې دکار دوام ورته ستونزمن شوی. نوموړي ویلي چې د تیر کال د لیندۍ میاشتې پر ۲۵مه نېټه یې ...

Read More »

افغانستان کې د کرونا وېروس له امله بې‌وزلي ۱۳٪ لوړه شوې

رویداد خبري آژانس

د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام یا UNDP په یوه تازه خپاره کړي رپوټ کې  د کورونا وېروس له خپرېدو سره د افغانستان د اقتصادي او ټولنیز وضعیت په اړه ویلي چې د دغه هېواد اقتصادي وده ۹سلنه راکمه شوې او په ملي ناخالصو تولیداتو کې یې هم کمی راغلی. ...

Read More »