Home » افغانستان » افغانستان او ملګري ملتونه؛ د اتیا کلن غړیتوب تاریخ او متقابل رول
افغانستان او ملګري ملتونه

افغانستان او ملګري ملتونه؛ د اتیا کلن غړیتوب تاریخ او متقابل رول

افغانستان د ۱۹۴۶ کال د نومبر په ۱۹مه د ملګرو ملتونو د سازمان غړیتوب ترلاسه کړ او د دې نړیوال سازمان له لومړنیو غړو هېوادونو څخه شو.

په تېرو اتیا کلونو کې افغانستان د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ او نورو نړیوالو غونډو له لارې د یوه خپلواک غړي هېواد په توګه ګډون کړی او د نړیوالې سولې، امنیت، د دولتونو د خپلواکۍ، بشري حقونو او نړیوالې همکارۍ په اړه یې خپل دریځونه څرګند کړي دي. د افغانستان استازو په بېلابېلو تاریخي پړاوونو کې د نړیوالو مسایلو په اړه د هېواد نظرونه او ملي ګټې مطرح کړې او د نړیوالې ټولنې په بحثونو کې یې ونډه اخیستې ده.

ملګرو ملتونو هم په تېرو اتیا کلونو کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې فعالیتونه او مرستندویه پروګرامونه ترسره کړي دي. د دې سازمان اړوندو ادارو د پوهنې، روغتیا، کرنې، ماشومانو د ملاتړ، خوراکي خوندیتوب او اقتصادي پرمختګ په برخو کې له افغانستان سره همکاري کړې ده. د جګړو او سیاسي کړکېچونو پر مهال یې د سولې او ثبات لپاره هڅې کړې، د کډوالو او بې‌ځایه شویو ملاتړ یې کړی او د میلیونونو اړمنو افغانانو لپاره یې بشري مرستې برابرې کړې دي. همداراز، د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) له ۲۰۰۲ کال راهیسې په افغانستان کې د سیاسي بهیر، بشري حقونو، سولې او بشري مرستو په برخو کې فعالیت کړی دی.

د افغانستان او ملګرو ملتونو اړیکې په دې اتیا کلنه موده کې له بېلابېلو سیاسي او تاریخي بدلونونو سره ملې وې. افغانستان په دې موده کې د جګړو، سیاسي بې‌ثباتۍ، بې‌وزلۍ او بشري بحرانونو شاهد پاتې شوی او ملګرو ملتونو د دغو ستونزو د کمولو لپاره د مرستو او نړیوالو هڅو له لارې خپل رول ادا کړی دی.

د افغانستان او ملګرو ملتونو د اتیا کلن غړیتوب کلیزه په داسې حال کې نمانځل کېږي چې افغانستان لا هم له ګڼو سیاسي، اقتصادي او بشري ننګونو سره مخ دی. اوسني سیاسي او اقتصادي شرایط، بشري اړتیاوې، اقتصادي ستونزې او له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د تعامل موضوع هغه مهم مسایل دي چې د نړیوالې ټولنې پاملرنه یې ځان ته اړولې ده. له همدې امله، د افغانستان او ملګرو ملتونو د راتلونکو اړیکو پیاوړتیا، د افغانانو د حقونو او اساسي اړتیاوو ملاتړ، د سولې او ثبات ټینګښت او د هېواد د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ ملاتړ هغه مهمې اړتیاوې دي چې په راتلونکي کې به د دواړو لورو د تعامل څرنګوالی ټاکي.

راپور: زرمینه دولتزۍ

شریکول:

About Agency Roydad News

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

تر ۲۰۳۵ کال پورې به مسلمانان د نړۍ تر ټولو لویه دیني ډله شي

د امریکا د پېو (Pew) ...