افغانالاصلې امریکایي سیاستوالې عایشه وهاب د امریکا د منځمهاله ټاکنو پر مهال د کالیفورنیا ایالت د ۱۴مې حوزې د استازو جرګې څوکۍ وګټله او د کانګرس لپاره یې د دوو کلونو بشپړه دوره ترلاسه کړه.
وهاب د خپلې سیالې میلیسا هرنانډز په وړاندې بریا ترلاسه کړه. نوموړې د امریکا د استازو جرګې ته د لومړۍ افغانالاصله غړې په توګه لار موندلې ده.
عایشه وهاب تر دې وړاندې د هیوارډ ښاروالۍ شورا غړې او د کالیفورنیا ایالت سناتوره وه.
نوموړې د روان کال په اګست میاشت کې هم د همدې حوزې په ځانګړو ټاکنو کې بریالۍ شوې وه او اوس یې د نومبر په ټاکنو کې د بشپړې دوه کلنې دورې لپاره خپله څوکۍ وساتله.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس