Home » 2022 » اپریل

Monthly Archives: اپریل 2022

بښنې نړيوال سازمان: افغان خبريالان لا هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي

رویداد خبري آژانس

د بښنې نړيوال سازمان وايي، چې په افغانستان کې د خبريالانو پر وړاندې اوس هم ستونزې نه دي کمې شوي او ټينګار کوي، چې د خبريالانو ژوند او کار ته بايد پاملرنه زيات شي. دې سازمان ويلي، چې د تاوتريخوالي ترڅنګ په افغانستان کې مالومات ته نه لاسرسی هغه څه ...

Read More »

د مرستو د دوام په موخه قطري پلاوی کابل ته راځي

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د بهرنيو چارو او اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزيرانو پرون جمعه د (غويي په ۹مه) د قطر د کورنۍ او ټولنيزو چارو پرمختګ له وزيرې مريم المسند ليدلي دي. د دې وزارت وياند عبدالقهار بلخي په خپل ټوېټر کې په دې ...

Read More »

ازبکستان: د افغانستان تېر نظام چورلکې به طالبانو ته ور نه کړل شي

د ازبکستان چارواکو خبر ورکړی، چې په افغانستان کې د جمهوري نظام د نسکورېدو پرمهال ازبکستان ته له نوموړي هېواد څخه لېږدول شوې چورلکې به بېرته ط.البانو ته ور نه کړي. د افغانستان لپاره د ازبکستان ولسمشر ځانګړي استازي عصمت‌الله ارګشيف له امريکا غږ سره په مرکه کې ويلي، چې ...

Read More »

کابل کې پر جومات د چاودنې له امله له۵۰ زيات کسان شهيدان شوي

د کابل علاوالدين درې لارې په مربوطاتو کې د خليفه صېب پر جومات د پرونۍ (غويي ۹مې) چاودنې امله د مرګ ژوبلې شمېر له هغه څه زيات ښودل شوی، چې د رسمي سرچينو له لوري په ډاګه شوي. د نوموړي جومات خطيب سېد فضل اقا رسنيو ته ويلي، چې په ...

Read More »

د پاکستان په پوهنتونونو کې د بلوڅ محصلانو د نيولو لړۍ پيل شوې

وروسته له هغې چې بلوڅ بېلتونپالو د کراچۍ پوهنتون مخې ته د چينايي استاذانو پر موټر ځانمرګی بريدو وکړ، ورسره سم د پاکستان په پوهنتونونو کې د بلوڅ محصلانو د نيول کېدو او ځورولو لړۍ پيل شوې. په پنجاب کې د بلوڅ محصلانو اتحاديې خبر ورکړی، چې له يادې پېښې ...

Read More »

حنفي: د افغانستان له خاورې څخه به هېچا ته ضرر ونه رسول شي

د اسلامي امارت چارواکي يو وار بيا ټينګار کوي چې د افغانستان خاوره به د هېڅ کوم هېواد پر وړاندې ونه کارول او نه به هم د افغانستان خاورې له ادرس چا ته ضرر ورسېږي. د رئيس‌الوزرا دويم مرستيال عبدالسلام حنفي چې نن پنج‌نشبه د (غويي په ۸مه) يې د ...

Read More »

زلينسکي او ګوټيريش له ماريوپول څخه د ملکيانو ايستلو ته خوندي لار لټوي

د ملګرو ملتونو سرمنشي چې په اوکراين کې د جګړې درولو په موخه د روسيې او اوکراين پر سفر وتلی، نن پنج‌شنبه د (غويي په ۸مه) له مسکو وروسته کېف ته رسېدلی دی. نوموړي د اوکراين له ولسمشر ولاديمير زلينسکي سره د ليدنې پرمهال، د خبرو له لارې د جګړې ...

Read More »

حکومت: د غويي ۸مه د افغانانو د بريا او ازادۍ ورځ ده

نن پنج‌شنبه د (غويي ۸مه) په افغانستان کې د شوروي اتحاد ځواکونو پر وړاندې د افغانستان د جهاد د بريا له ۴۴ تلين سره برابره ده. سرپرست حکومت هم د تېر حکومت په څېر د جهاد د بريا دغه ورځ رخصت اعلان کړې او د يوې اعلاميې په خپرولو سره ...

Read More »

ملګري ملتونه: دوو مياشتو کې له ميليون زياتو داخلي بي‌ځايه شوو افغانانو ته رسېدنه شوې

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق وايي، په وروستيو دوو مياشتو کې يې له يو مېليون څخه ډېرو هغو افغانانو ته رسېدنه کړې، چې د بېلابېلو عواملو له مخې په کور دننه بې ځايه شوي دي. د افغانستان لپاره د نوموړي صندوق برخې نن چهارشنبه د (غويي په ۷مه) تازه ...

Read More »

جنوبي وزيرستان کې د جګړې پرمهال ۲ پاکستاني پوځيان وژل شوي

په جنوبي وزيرستان کې پرون سې‌شنبه ناوخته د (غويي په ۶مه) پر پاکستاني پوځيانو د وسله‌وال بريد ترڅ کې لږ تر لږه د ۲ پوځيان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي. د پاکستان پوځ هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه بريد تائيد کړی ويلي يې ...

Read More »