Home » سیمه او نړی » پاکستان د تېر مالي کال پر پرتله سږکال له ۱۲ ميليارده ډالرو زيات پور اخيستی

پاکستان د تېر مالي کال پر پرتله سږکال له ۱۲ ميليارده ډالرو زيات پور اخيستی

پاکستاني رسنيو راپور ورکړی چې دغه هېواد په روان مالي کې له سخت اقتصادي کړکېچ سره مخ و او له همدې کبله له يو شمېر مالي بنسټونو د پور اخيستو ته اړ شوی.

د راپورونو له مخې، په روان مالي کال کې پاکستان له ۱۲ ميليارد ډالرو زيات پور ترلاسه کړی چې دا شمېر د دغه هېواد د تېر مالي کال په پرتله ۶۲ سنله زياتوالی ښيي.

د راپورونو د مالوماتو له مخې، پاکستان د يادو پورونو ډېره برخه د سوداګريز پور په توګه ترلاسه کړې چې هر کال به د نړيوال بانک او د اسيا پراختيايي بانک د سود له نرخ سره سم ټاکلې اندازه سود پرې کوي.

د پاکستان خزانې وزارت هم په لوړه پيمانه د پورونو اخيستل تائيد کړي او زياته کړې يې ده، چې پاکستان په تېر مالي کال کې له نړيوالو مالي بنسټونو څخه ۷.۴۴ ميليارده ډالر پور کړي وو خو د دغه وزارت د مالوماتو له مخې، په روان مالي کال کې د پور اخيستنې دا کچه ۱۲ميليارده او ۱۳ کروړه زياته شوې چې د دواړو کلونو ترمنځ ۶۲ سلنه توپير ښيي.

د پاکستان خزانې وزارت د يادو پورونو د اخيستنې دليل په دغه هېواد کې د تبادلې د نرخ ثبات ساتل بللي خو شنونکي بيا نيوکه کوي چې د تبادلې د نرخ ثبات په موخه په دومره لوړه پيمانه پور اخيستنې ته هېڅ اړتيا نه وه.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

One comment

  1. There are some points that I don’t understand in this article, can they be clarified for other articles?

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

قاهره د غزې په اړه خبرې کوي؛ اسراییلو په دغو خبرو کې ګډون نه دی کړی

په غزه کې د اوربند ...