Home » سیمه او نړی

سیمه او نړی

ټلویزیون؛ له پخوانۍ بڼې تر نننۍ ډیجیټلي نړۍ

د میکانیکي ټلوېزیون لومړنۍ بریالۍ عمومي ننداره په ۱۹۲۶ میلادي کال کې د سکاټلنډي پنځوونکی جان لوګي برډ لخوا ترسره شوه. دا یوه حیرانوونکې پنځونه وه چې نړۍ ته یې یوه نوې دریڅه پرانیستله. هغه ورځ ښايي هېچا فکر نه کاوه چې دغه وسیله به چې په پیل کې یې ...

Read More »

افغانستان او ملګري ملتونه؛ د اتیا کلن غړیتوب تاریخ او متقابل رول

افغانستان د ۱۹۴۶ کال د نومبر په ۱۹مه د ملګرو ملتونو د سازمان غړیتوب ترلاسه کړ او د دې نړیوال سازمان له لومړنیو غړو هېوادونو څخه شو. په تېرو اتیا کلونو کې افغانستان د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ او نورو نړیوالو غونډو له لارې د یوه خپلواک غړي هېواد ...

Read More »

تر ۲۰۳۵ کال پورې به مسلمانان د نړۍ تر ټولو لویه دیني ډله شي

د امریکا د پېو (Pew) خپلواک څېړنیز مرکز، چې د دین، ټولنې او نفوسو په اړه څېړنې کوي، په یوه راپور کې وړاندوینه کړې چې تر ۲۰۳۵ کال پورې به مسلمانان د نړۍ تر ټولو لویه دیني ډله شي. د دغه مرکز د نفوسو د اټکلونو له مخې، تر ۲۰۳۵ ...

Read More »

د افغانستان د طبیعي ګازو لپاره د پانګونې نوی فرصت

د راپورونو له مخې، د سعودي عربستان «ډیلټای» انرژۍ شرکت له یوه پاکستاني شرکت سره د ۳۰ میلیارد ډالرو پانګونې د امکاناتو ارزولو هوکړه کړې ده.ويل کيږي چې په دې پروژه کې د افغانستان د طبیعي ګازو، په ځانګړي ډول د کشک سیمې د زېرمو د کارولو امکان هم ارزول ...

Read More »

تاجکستان؛ له افغانستان سره پر ګډه پوله د ګډ بازار جوړولو وړاندیز کړی

د تاجکستان سفیر سعدي شریفي له افغانستان سره پر ګډه پوله د یوه ګډ بازار جوړولو لپاره د خپل هېواد لېوالتیا څرګنده کړې ده. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په خبرپاڼه کې راغلي، چې شریفي په کابل کې د دې خونې له عمومي رییس سیدکریم هاشمي سره لیدلي ...

Read More »

د قطر او بریتانیا چارواکو د دوه‌اړخیزو اړیکو او سیمه‌ییزو کړکېچونو په اړه خبرې کړې دي

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د دولت وزیر ډاکټر محمد بن عبدالعزیز بن صالح الخلیفي، د سې‌شنبې په ورځ د بریتانیا په پلازمېنه لندن کې د منځني ختیځ او شمالي افریقا په چارو کې د بریتانیا د دولت له وزیر سټیفن ډاوټي سره لیدلي دي. د قطر د بهرنیو ...

Read More »

جلالي: له افغانستان پرته د سیمې اقتصادي نښلونې تصور له واقعیت لېرې دی

د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي رئیس ذاکر جلالي، د اقتصادي همکاریو سازمان (ECO) په غونډه کې د ا.ا ته د بلنې نه ورکولو په غبرګون کې ویلي، له افغانستان پرته د سیمې د اقتصادي یوځای کېدو او نښلونې تصور له واقعیت لېرې. جلالي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، ...

Read More »

د زغم نړۍواله ورځ؛ پر درناوي، یو بل منلو او سوله‌ییز ژوند ټینګار

د نومبر شپاړسمه د زغم له نړیوالې ورځې سره برابره ده. دا ورځ هر کال فکري، کلتوري او ټولنیزو توپیرونو ته د درناوي، د نورو د نظرونو د منلو او د ټولنې د بېلابېلو وګړو او ډلو ترمنځ د رغنده خبرو اترو د دودولو په موخه نمانځل کېږي.د زغم معنا ...

Read More »

په امریکا کې د الوتنو پراخه ګډوډي؛ زرګونه الوتنې لغوه او ځنډېدلې دي

په امریکا کې د هوايي الوتنو ګډوډي پرله‌پسې درېیمې ورځې ته وغځېده او یوازې د یکشنبې په ورځ څه باندې ۱۱ زره او ۵۰۰ الوتنې لغوه یا ځنډول شوې دي. رویټرز خبري اژانس د «فلایټ‌اِویر» وېب‌سایټ د معلوماتو له مخې راپور ورکړی، چې د یکشنبې په ورځ شاوخوا ۲ زره ...

Read More »

په تایلنډ کې د اورلګېدنې له امله ۲۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د تایلنډ په پوکېټ ټاپو کې په یوې سوداګریزې ودانۍ کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۱۱ کسان مړه او ۱۶ نور ټپیان شوي دي. پېښه د دوشنبې په سهار د پاتونګ سیمې ته څېرمه رامنځته شوې ده. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، اور د ...

Read More »