Home » 2021 » سپتمبر

Monthly Archives: سپتمبر 2021

محکمې د فرانسې پخوانی ولسمشر پر بند محکوم کړ

د فرانسې پخوانی ولسمشر نېکولاس سرکوزي ته نن پنج‌شنبه د (تلې په ۸مه) د بند سزا واورول شوه. پر نوموړي تور دی چې د ۲۰۱۲ زېږديز کال د ولسمشرۍ په دويم ځلي ټاکنو کې يې له قانوني ټاکلي شوي رقم زياتې پيسې لګولي دي. د څاروالانو په خبره، سرکوزي د ...

Read More »

نړيواله بانک پاکستان ته د ۳۹۷ ميليونه ډالرو پور ورکړه منظوره کړه

پاکستاني چارواکو خبر ورکړی چې نړيوال بانک دې هېواد ته د ۳۹۷ ميليونه ډالرو په اندازه د بوديجه‌وي پور ورکړه منظوره کړې ده. د پاکستان اقتصادي چارو فډرالي وزير عمر ايوب ويلي، د دې پيسو لپاره نړيوال ته د حکومت اقتصادي اصلاحاتو په موخه وړانديز شوی و چې  ډېر برخه ...

Read More »

اسرائيل او بحرېن د اړيکو عادي کولو په لړ کې د همکاريو سندونه لاسليک کوي

د اسرائيلو بهرنيو چارو وزير يار لاپېډ بحرېن ته په رسمي سفر رسېدلی او ټاکل شوې چې د بحرېن له چارواکو سره به د دواړه اړخېزه اړيکو د پيل او دوام په اړه خبرې وکړي. دا لومړی ځل دی چې د اسرائيلو لوړپوړی چارواکی بحرېن ته رسمي سفر کوي. د ...

Read More »

امريکا او قطر د حزب‌الله مالي ملاتړ کوونکو پر وړاندې د ګډو اقداماتو اعلان وکړ

د امريکا متحده ايالاتو پرون چهارشنبه د (تلې په ۷مه) اعلان وکړ چې له قطر سره په ګډه يې په لبنان کې د فعالې حزب‌الله ډلې د مالي شبکو پر وړاندې اقدامات پيل کړې دي. د امريکا خزانې وزارت په دې اړه يوه بيان کې ويلي، چې په دې اقداماتو ...

Read More »

افغان ډاکټرې سليمې رحمان د ملګرو ملتونو جايزه وګټله

د افغانستان ځوانو مېرمنو له ډلې دا ځل سليمې رحمان د ملګرو ملتونو د نانسن په نوم د کډوالۍ جايزه وګټله. نوموړې ته چې دا مهال په پاکستان کې د کډوالۍ شپې ورځې تېروي، دا جايره د درملنې په برخه کې له پاکستاني وګړو او افغان کډوالو سره د بې ...

Read More »

جي۲۰ هېوادونه په فوق‌العاده غونډه کې د افغانستان پر وضعيت بحث کوي

ټاکل شوې چې د نړۍ ۲۰ ستر صنعتي هېوادونه يا G20 په خپله راتلونکې غونډه کې د بحث ډېر تمرکز پر افغانستان وکړي. دا څرګندونې د اېټاليا لومړي وزير ماريو دراګي پرون خبريالاناو ته د يوه خبري کنفرانس پرمهال په روم کې کړې دي. نوموړي ويلي چې نړيوالې ټولنې ته ...

Read More »

متقي: د افغان سوداګرو ستونزې به ژر له سياسي لارو حل شي

د ط. البانو سرپرست بهرنيو چارو وزير امير خان متقي وايي، هڅه کوي چې له هېوادونو سره د سوداګرۍ اسانولو او په دې برخه کې د افغان سوداګرو ستونزې ژر له سياسي لارو حل کړي. نوموړي دا څرکندونې نن چهارشنبه د (تلي په ۷مه) د سوداګرۍ، پانګونې او د کانونو ...

Read More »

تېرو درېيو کلونو کې پاکستان ۲۶ ميليارده ډالر اضافي پوروړی شوی

پاکستاني چارواکو خبر ورکړی چې د تېرو درېيو کلونو پرمهال يې هېواد د ۲۶ ميليارده ډالرو په اندازه د نړيوالو مالي بنسټونو او هېوادونو له لوري اضافي پوروړی شوی دی. دې چارواکو د پاکستان پارلمان يا قومي اسمبلۍ ته د خپلو پورونو په اړه مالومات وکړي چې له مخې يې، ...

Read More »

انضمام‌الحق پر نوموړي د زړه حملې راپورونه رد کړل

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې پخواني کپټان انضمام‌الحق هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې د زړه حمله پرې راغلې او له همدې ناروغۍ سخت ځورېږي. نوموړي په يوه وېډيويي پيغام کې ويلي، يوازې د معدې درد يې وخت ناوخت ځوروي او له همدې امله پرون سې‌شنبه د (تلې په ...

Read More »

د امريکا سنا مجلس کې پر طالبانو او پاکستان د بنديزونو لګولو هڅې پيل شوي

د امريکا سنا مجلس ۲۲ تنو مشهورو او مهمو سناتورانو دې مجلس ته ليکلی وړانديز کړی چې په افغانستان کې دې پر طالبانو او هغو ادرسونو بنديزونه ولګول شي چې د طالبانو ملاتړ کوي. په دې سناتوران کې چې اکثره يې جمهوريت غوښتونکي دي، مېټرامني هم شامل دی. نوموړی د ...

Read More »