Home » 2021 » مارچ

Monthly Archives: مارچ 2021

د کندهار صنعتي ښارګوټي کې د ممیزو د پروسس فابریکه پرانیستل شوه

رویداد خبري آژانس

کرنې وزارت وایي، د دغه وزارت رهبري د کندهار ولایت په صنعتي ښارګوټي کې دممیزو د پروسس فابریکه پرانیستله چې په یوه ساعت کې د یو ټن ممیزو د پروسس وړتیا لري. له کرنې وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير ډاکټر انوار الحق ...

Read More »

ننګرهار کې د پولیو واکسین د تطبیق لړۍ وځنډېده

رویداد خبري آژانس

افغان حکومت وايي چې په ننګرهار کې د پولیو ضد واکسین د تطبیق لړۍ وځنډېده. د عامې روغتیا وزارت د واکسین برخې مشر میراجان راسخ رسنیو ته ویلي، په ننګرهار ولایت کې د واکسین پروګرام تر نامعلومې مودې ځنډېدلی، خو په خبره یې چې دا لړۍ به په نورو ولایتونو ...

Read More »

عمران خان: له هند سره د ښو اړیکو غوښتونکي یوو

رویداد خبري آژانس

د پاکستان صدارعظم عمران خان د هند لومړي وزیر نرندرا مودي د لیک په ځواب کې لکیلي دي چې اسلام اباد د نوي ډهلي سره د سوله ییزو اړیکو د ټینګولو غوښتونکی دی. نرندرا مودي د مارچ په ۲۳د پاکستان د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت عمران خان ته یو ...

Read More »

د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره: د شاه او عروس بند چارې په نږدې راتلونکې کې بشپړې شي

دافغانستان د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره وایي چې د شاه او عروس بند چارې به په نږدې راتلونکې کې بشپړې شي. يادې ادارې نن چهارشنبه (د وري ۱۱مه نېټه ) د یوه اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې دغه بند د کابل دشکردرې ولسوالۍ کې موقعیت لري، ...

Read More »

د افغان حکومت مرکچي پلاوي په دوحه کې له سکاټ مېلر سره کتلي دي

رویداد خبري آژانس

د افغان حکومت مذاکراتي پلاوي په دوحه کې له امریکایي نظامي چارواکو سره کتلي دي. د راپورونو له مخې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر په دوحه کې د افغان حکومت له مرکچي پلاوي سره کتلي دي. په دې لیدنه کې پر بېلو مسایلو بحث ...

Read More »

ولسي جرګه: د سرپرستانو د کار دوام د فساد د پراختیا سبب کېږي

رویداد خبري آژانس

د افغانستان ولسي جرګه وایي د سرپرستانو د کار دوام غیر قانوني دی او د فساد د پراختیا سبب کېږي. د ولسي جرګې یوشمېر غړو نن چهارشنبه (د وري۱۱مه نېټه) په نننۍ غونډه کې یو ځل بیا له ولسمشر غني غوښتي چې د کابینې غړي دې د باور رایې اخیستو ...

Read More »

هرات کې یوه ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

رویداد خبري آژانس

د هرات د پوهنې ریاست چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې د دانش سرا لومړني ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د هرات د پوهنې رییس ذکریا رحیمي د یاد ښوونځي د پرانیستې پرمهال وویل:” د پوهنې په پراختیا کې د خلکو ونډه خورا ...

Read More »

امریکا کې د الوتکې د غورځېدو پېښه کې پنځه کسان وژل شوي

رویداد خبري آژانس

د امریکا د الاسکا په ایالت کې چارواکي وایي یو هلیکوپتر چې د سکي د لوبې لپاره یې دې ایالت ته یوه ډله کسان لېږدول سقوط کړی. په پیښه کې د الوتکې پیلوټ اوڅلور نور کسان مړه شوي دي. په وژل شویو کسانو کې د چک جمهوریت میلیاردر پیټر کیلنر ...

Read More »

امام علي رحمان: باثباته او هوسا افغانستان د سیمې په ګټه دی

رویداد خبري آژانس

د تاجیکستان ولسمشر ولسمشر د دې ناستې په پیل کې په افغانستان کې د تل‌پاتې سوله ملاتړ وکړ. امام علي رحمان وویل، هېواد یې د افغانستان د وضعیت په اړه بې‌پروا نه‌دی او تل یې د دې هېواد د ثبات لپاره غږ پورته کړی دی. د تاجیکستان ولسمشر په افغانستان ...

Read More »

اورپایي ټولنه: ترکیه باید د مهاجرو منل بیرته پیل کړي

رویداد خبري آژانس

اروپایي ټولنې د ترکیې نه غوښتي چې په عاجله توګه دې د یونان نه د مهاجرینو منل پیل کړي. یونان همدارنګه غواړي چې ترکیه دې د مهاجرینو د تګ راتګ په لارو کې د پولیسو فعالیت ډیر کړي او سل ګونه هغه پناغوښتونکې دې بیرته واخلي چې په یونان کې ...

Read More »