Home » 2021 » اگست

Monthly Archives: اگست 2021

انتوني بلینکن:د نړۍ ۲۰ هېوادونه د امریکايي وګړو په لېږد کې راسره همکار دي

رویداد خبري آژانس

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وایي د جولای میاشتې له وروستیو ورځو تر دې دمه یې له افغانستان شاوخوا ۳۰ زره کسان ایستلي دي. انتوني بلینکن په تازه څرګندونو کې ویلي د نړۍ شل هېوادونه له افغانستان د ایستل کېدونکو کسانو د لېږد په پروسه کې ورسره ...

Read More »

طالبان: ډېر ژر به نوی حکومت اعلان شي

رویداد خبري آژانس

ذبیع الله مجاهد له طلوع نیوز سره په تازه مرکه کې ویلي چې له سیاسي مشرانو سره خبرې روانې دي او ډېر ژر به یو نوی حکومت جوړ او اعلان شی. نوموړي زیاته کړه:«زموږ سیاسي چارواکو د دغه ځای له مشرانو چې په کابل کې دي لیدلي دي، یو بحث ...

Read More »

ملګري ملتونه:په افغانستان کې دې ژر تر ژره د بشري مرستو لپاره لارې پرانیستل شي

رویداد خبري آژانس

ملګري ملتونه وایي په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره دې ژر تر ژره لارې پرانیستل شي. د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف ادارې په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې په افغانستان کې مرستندویه توکو ته اړتیا ډېره شوې، خو دوی ته د ځواب ویلو فرصتونه په کمېدو دي. ...

Read More »

یونان له ترکیې سره پر پوله ۴۰ کیلومتره دېوال بشپړ کړ

رویداد خبري آژانس

د یونان حکومت وایي، له ترکیې سره په پوله کې یې د ۴۰ کیلو متره دېوال جوړېدل بشپړ کړ. دا دېوال چې د څارنې وسایل هم په کې نصب دي، اروپا ته د افغان پناه غوښتونکو د ورماتېدو د مخنیوي لپاره جوړ شوی دی. تېره اوونۍ ترکیې هم ویلي و ...

Read More »

احمد مسعود:له طالبانو سره د یو پراخ بنسټه دولت د رامنځته کېدو لپاره سیاسي مذاکراتو ته چمتو یو

رویداد خبري آژانس

د احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود وایي چې له طالبانو سره د یو پراخ بنسټه دولت د رامنځته کېدو لپاره سیاسي مذاکراتو ته چمتو دي. مسعود له شرق الاوسط ورځپاڼې سره په تازه مرکه کې ویلي چې دوی د ډیالوګ له لارې له طالبانو سره د یو ټولمنلي دولت ...

Read More »

د بې پولې خبریالانو ټولنه:امریکا دې هغه افغان خبریالان چې ژوند یې خطر کې دی وباسي

رویداد خبري آژانس

د بې پولې خبریالانو ټولنې له امریکا غوښتي چې هغه افغان خبریالان چې ژوند په خطر کې دی له افغانستانه وباسي. د یادې ټولنې مشر کریسټوف ډیلویر په یوه بیان کې وویل، داسې ښکاري چې د امریکا متحده ایالات په اوس وخت کې یوازې د خپلو اتباعو او پخوانیو کار ...

Read More »

قریشي:اسلام اباد د یوه امن او ثبات لرونکي افغانستان غوښتونکی دی

رویداد خبري آژانس

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وایي پاکستان د یوه امن او ثبات لرونکي افغانستان غوښتونکی دی. قریشي پرون د شنبې په ورځ ( زمري ۳۰مه نېټه ) په اسلام اباد کې الجزیره ټلوېزیون ته وویل چې خبره دا نه ده چې پاکستان یوازې له طالبانو سره ...

Read More »

اردوغان او پوتین:طالبان باید دا ځل تېرې تېروتنې تکرار نه کړي

رویداد خبري آژانس

د ترکیې او روسیې ولسمشران وایي چې طالبان دې د تېرو تېروتنو له تکرار لاس په سر شي. د راپورونو له مخې د ترکیې او روسیې ولسمشرانو د افغانستان په اړه خبرې کړې دي. په دې تلیفوني مکالمه کې روسیې ویلي چې په افغانستان کې وضعیت دمګړی ښه دی او ...

Read More »

سلام ضعیف:طالبان به نظامي کسان هم خپلو دندو ته راوبولي

رویداد خبري آژانس

پخوانی طالب چارواکی ملا عبدالسلام ضعیف وايي، د پاشل شوي افغان امنیتي ځواکونو د بېرته رغولو او را غوښتلو شونتیا شتون لري. سلام ضعیف وايي، د يو هېواد لپاره د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو شتون اړين دى او طالبان ورسره ستونزه نه لري. هغه وویل د پاشل شوي افغان ...

Read More »

داودزی:د کاروان پوهنتون رییس جاوېد اندیش ووژل شو

رویداد خبري آژانس

د ولسمشر غني ځانګړی استازی عمر داودزی وایي، د کاروان پوهنتون مشر او ملي سوداګر جاوید اندېش ووژل شو. عمر داودزي دغه خبره پرون جمعه (د زمري ۲۲مه نېټه) په خپل فیسبوک پاڼه خپره کړې ده، خو دا یې نه دي ویلي چې هغه چېرې او د چا له خوا ...

Read More »