د ترکيې اناتولي اژانس د دې هېواد دفاع وزارت په حواله راپور ورکړی، چې د سوريې او عراق په شمالي برخو کې د کرد ملېشو پر وړاندې ترسره شوي هوايي بريدونه يې د خپلې دفاع په موخه کړي دي. دې وزارت زياته کړې، چې د ملګرو ملتونو د منشور ۵۱مې ...
Read More »پولنډ؛ د اروپا د امنيت او همکاريو سازمان له غونډې د روسيې د ايستلو کوشش کوي
ټاکل شوې چې د راتلونکې ډيسمبر په لومړۍ او دويمه نېټه د اروپا د امنيت او همکاريو سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو شورا غونډه ترسره شي؛ خو پولنډ چې د دې سازمان مشري په غاړه لري داسې هڅې پيل کړي، چې په ياده غونډه کې د روسيې د ګډون مخه ...
Read More »پاکستان کې پر ۷کلنې نجلۍ له جنسي تېري وروسته د هغې مړی موندل شوی
د پاکستان سند ايالت په مرکز کراچۍ کې له څو ورځو بې درکۍ وروسته، د يوې ۷ کلنې ماشومې مړی له ډيران څخه ترلاسه شوی دی. د هغې مړی پرون جمعه د کراچۍ په لانډهي سيمه کې يوې نوې جوړېدونکې ودانۍ ته څېرمه په خارو او ښځلو کې موندل شوی ...
Read More »امريکا: پر تايوان د چين بريد به يوه سټراټيژيک غلطي وي
د امريکا د ګډو ځواکونو قومندان جنرال مارک ميلي يو وار بيا له مالوماتو ورکولو پرته پر تايوان د چين له لوري د بريد کولو احتمال مطر کړی او ويلي يې دي، چې دا کار به د چين ستره غلطي وي. نوموړي پرون چهارشنبه د (لړم په ۲۵مه) خبريالانو ته ...
Read More »په خيبر پښتونخوا کې د وسلهوال بريد له امله ۶ پوليس وژل شوي
د خيبر پښتونخوا په لکې مروت سيمه کې نن چهارشنبه سهار مهال د (لړم په ۲۵مه) د پاکستاني پوليسو پر موټر وسلهوال بريد شوی دی. دا بريد هغه مهال شوی، چې د پولیسو موټر د لکې مروت اړوند په شهاب خېل کلي کې د وسلهوالو له کمين سره مخ شو. ...
Read More »پر پولنډ د توغنديو لګېدو له امله ناټو بېړنۍ غونډه کوي
د ناټو غړو هېوادونو پرېکړه کړې، چې پر پولنډ د روسيې ځواکونو له لوري د توغول شوو توغنديو د لګېدو قضيې د ټولو ابعادو څېړلو په موخه بېړنۍ غونډه جوړه کړي. ټاکل شوې چې دا غونډه نن په بروکسېل کې دايېره شي. پرون د پولنډ په ختيځ کې پر يوه ...
Read More »مسکو له واشنګټن سره په انقرې کې د اختلاف کمولو مذاکرات تائيد کړل
د روسيې کريملېن ماڼۍ د هغو راپورونو پخلی کړی، چې په کې د امريکا او روسي استازو ترمنځ د مذاکراتو خبرونه ورکړل شوي وو. د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين وياند ديميتري پسکوف ويلي، چې کريملېن په ترکيې کې له امريکا سره د ستونزو کمولو په موخه د مذاکراتو تائيد کوي. ...
Read More »سپينه ماڼۍ: بايډن له ولسمشر شي سره د اړيکو پياوړي باب د پرانيستو هڅه کوي
د امريکا ولسمشر جوبايډن او د چين ولسمشر شي جين پينګ د لومړي ځل لپاره په خپلو کې نن دوشنبه د (لړم په ۲۳مه) په اندونيزيا کې سره وليدل. د دواړو مشرانو دا ليدنه د جي۲۰ هېوادونو د سرمشريزې په څنډه کې شوې ده. سپينې ماڼۍ په دې اړه ويلي، ...
Read More »ارمينيا: په ناګورنو قرهباخ سيمه کې پر خلکو د اذري ځواکونو بريدونه دوام لري
د ارمينيا او اذربايجان ترمنځ د پولې پر سر د لانجې په دوام کې تازه ارمينيا ادعا کړې، چې اذربايجاني ځواکونو په لانجمنه ناګورنو قرهباخ سيمه کې پر ملکي وګړو بريدونه جاري ساتلي دي. د ارمينيا لومړي وزير نېکول پاشينيان نن دوشنبه د (لړم په ۲۳مه) خپل ټوېټر کې په ...
Read More »سعودي تائيد کړه چې له امريکا سره يې په مناسباتو کې ستونزې شته
په داسې حال کې چې د نفتو د توليد پر اندازې د امريکا او سعودي عربستان ترمنځ د اړيکو سړېدو راپورونه ورکړل شوي؛ خو تازه د سعودي عربستان چارواکو تائيد کړې چې له امريکا سره په اړيکو کې يې ستونزې رامنځته شوي. د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير عادل ...
Read More »