د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې رباب فاطمې ننګرهار، بامیان او کندهار ولایتونو ته خپل لومړني سفرونه بشپړ کړي دي.
نوموړې د دغو سفرونو په لړ کې له سیمهییزو چارواکو، ښځو، ځوانانو، سوداګرو، راستنېدونکو کډوالو او د بېلابېلو ټولنیزو برخو له استازو سره لیدلي دي.
فاطمې د لیدنو پر مهال د راستنېدونکو کډوالو ستونزې، بېکاري، اقتصادي ننګونې، د اقلیمي بدلون اغېزې، د سوداګرۍ او معیشت وضعیت او روغتیايي او ښوونیزو خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي ستونزې ارزولې دي.
هغې د راستنېدونکو کورنیو لپاره د بېړنیو مرستو ترڅنګ د اوږدمهاله ملاتړ پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د زیانمنونکو کورنیو، په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو ملاتړ باید پیاوړی شي.
د یوناما مشرې له افغانانو سره د ملګرو ملتونو د مرستو او همکاریو پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دغه سازمان به د معیشت، روغتیا، پوهنې، د اقلیمي بدلون پر وړاندې د تابیا او خصوصي سکټور د پیاوړتیا په برخو کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
فوزيه حسن خېل
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس