Home » 2023 » اپریل

Monthly Archives: اپریل 2023

ترکیه کې د ترهګرۍ په تور ۱۱۰ کسان نیول شوي دي

د ترکیې امنیتي سرچینو ویلي چې د دغه هېواد پولیسو د هغو کسانو پر ضد په عملیاتو کې ۱۱۰ کسان نیولي، چې د کردستان کارګر ګوند (پې کې کې) سره پرې د تړاو شک وو. پر دغه ګوند باندې په ترکیه کې بندیز دی. سرچینې ویلي، که څه هم دغه ...

Read More »

بایډن د امریکا راتلونکو ټاکنو ته رسمآ خپله کاندیداتوري اعلان کړه

د امریکا ولسمشر جو بایډن په رسمي ډول اعلان وکړ چې، دی د ۲۰۲۴ کال ټاکنو کې بیا ځان کاندیدوي. نوموړي له رایې ورکونکو وغوښتل چې ده ته د دندو د پای ته رسولو لپاره نور وخت ورکړي او د نورو څلورو کلونو لپاره د امریکا د تر ټولو زاړه ...

Read More »

د پاریس المپیکي لوبو کې د روسیې او بېلاروس د لوبغاړو د ګډون پر ضد کمپاین

د اروپايي پارلمان غړو د المپیک له نړیوالې کمېټې غوښتي چې په پاریس کې د ۲۰۲۴ کال په المپیک کې د روسیې او بېلاروس ورزشکارانو ته د انفرادي ګډون پر ځای په دې لوبو کې د هغوی د ګډون مخه ونیسي. د دې پارلمان چې ۴۶ غړي لري، د سپورت ...

Read More »

آی پي ایل؛ افغان ورو توپ اچونکیو د ممبۍ انډینز لوبډلې د توپ وهنې ملا ماته کړه

د هندوستان غوره لیګ یا ای پي ایل په ۳۵ مه سیالۍ کې ګجرات ټایټانز د ممبي اینډینز لوبډلې ته په ۵۵ منډو ماتې ورکړه. ګجرات لوبډلې د ۲۰۸ منډو هدف ټاکلی و، چې په کې شبمن ګیل ۵۶، ډیویډ میلر ۴۶ او منوهر ۴۲ منډې وکړې او ممبي یې ...

Read More »

د کابل په هوايي ډګر کې د ۲۰۲۱ کال د خونړي برید طراح وژل شوی

سرپرست حکومت د کابل په هوايي ډګر کې د ۲۰۲۱ کال د خونړي برید طراح وژلی دی. دا برید د اګست په ۲۶ نېټه د کابل د هوايي ډګر په یوه دروازه کې هغه مهال وشو چې امریکايي ځواکونه د وتلو په حال کې و او په پایله کې یې ...

Read More »

طالبان دې د رسمیت پېژندنې لپاره ټول ګډونه حکومت جوړ کړي

د روسیې د بهرنیوچارو وزیر سیرګي لاوروف وايي، مسکو به د طالبانو حکومت تر هغه مهاله په رسمیت ونه پېژني چې د یوه ټول ګډونه حکومت د جوړولو په ګډون د نړیوالو معیارونو په اساس خپل مکلفیتونه ترسره نه کړي. لاوروف دا څرګندونې بېګا د ملګرو ملتونو په مقر کې ...

Read More »

حکومت د اساسي قانون له تشې سره مخ نه دی

د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند وايي چې اوس مهال حکومتولي د شرعي احکامو پر بنسټ مخته وړل کېږي او د اساسي قانون پر طرحې کار روان دی. نوموړی وایي چې سرپرست حکومت د اساسي قانون له تشې سره مخ نه دی. بل خوا، د سیاسي چارو ځيني شنونکي په ...

Read More »

ترکی دیپلومات د افغانستان لپاره د ارزونکي په توګه ټاکل شوی

د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي انتونیو ګوتریش یو ترکیې دیپلومات فریدون سینیرلي اوغلو د افغانستان په چارو کې د ځانګړي همغږي کوونکي او خپلواک مفتش په توګه ټاکلی دی. په نیویارک کې د ملګرو ملتونو له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د سینیرلي اوغلو ټاکل د دغه ...

Read More »

ملګري ملتونه له افغانانو سره پر مرستو ټینګار کوي

په بشري مرستو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي مارټین ګرفټس پرون ناوخته د ایران په پلازمېنې تهران کې یوې خبري ناستې ته ویلي چې نړۍ باید له افغانانو سره د بشري مرستو لپاره کړې ژمنې عملي کړي. نوموړي ویلي چې مرسته کوونکو هېوادونو وړاندې ژمنه کړې چې ...

Read More »

د کابل بازارونو څخه سلګونه کيلو ګرامه بې کيفته خوراکي توکي راټول کړل شول

کابل ښاروالۍ د ښار اړوند د لومړۍ ناحیې له بازارونو څخه د ۱۵۰۰ کيلو ګرامه بې کیفیته خوراکي توکو د راټولولو خبر ورکړی دی.سرچینې نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د ښاریانو روغتیا د خوندیتوب په موخه، د لومړۍ ناحیې مسئولانو د یادې ناحیې اړوند هټیو، لویو ...

Read More »