Home » 2022 » اکتوبر

Monthly Archives: اکتوبر 2022

سبا د کرکټ ملي لوبډله له سرېلانکا لوبډلې سره لوبه کوي

ټاکل شوې چې  د کرکټ نړيوال ۲۰اووريز جام د روانو سياليو په دوام سره سبا سې‌شنبه د (لړم په ۱۰مه) د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د سرېلانکا له لوبډلې سره لوبه وکړي. دا لوبه به د اسټراليا په برسبين ښار کې ترسره شي. له سبانۍ لوبې وړاندې افغان لوبډله برسبين ...

Read More »

معترضې ميرمنې: حکومت دې ښځو ته د کار او زده‌کړو حق ورکړي

کابل کې نن دوشنبه د (لړم په ۱۰مه) يو شمېر ښځو د حکومت له لوري د دوی پر کار او زد‌ه‌کړو د لګول شوي محدوديت پر وړاندې اعتراض وکړ. دا ميرمنې د کابل په شهرنو پارک کې راټولې وې او له ځان سره يې خپل تحصلي اسنا هم د اعتراض ...

Read More »

ملګري ملتونه: ښځې د افغاني ټولنې په سوکالۍ کې مهم رول لري

ملګري ملتونه په افغانستان کې د ښځو رول ته په اشارې سره وايي، چې د افغاني ټولنې دغه قشر د کورنيو په ثبات او دغه راز د افغانستان په سوکاله راتلونکي کې مهم رول لري. دا څرګندونې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د بهرنيو اړيکو مديرې ډامنيک ايزابيل ...

Read More »

داعش ډلې د ايران په شيراز کې د وسله‌وال بريد مسووليت ومانه

د ايراني رسنيو د راپورونو له مخې، د شيراز ښار پر شاه چراغ زيات د وسله‌وال بريد له امله ۱۵تنه وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي دي. په رسنيو کې د خپرو شوو راپورونو پربنسټ، په دې بريد کې د ۱۵ کسانو پر وژل کېدو سربېره ۴۰ تنه ...

Read More »

بېنيټ: افغانستان کې د بشري حقونو وضعيت خرابېدو لور ته روان دی

د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ريچارډ بېنيټ په افغانستان کې د بشري حقونو وضعيت په اړه اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي، چې د بشري حقونو له پلوه دغلته وضعيت نور هم د خرابېدو پر لور روان دی. نوموړي بېګاه شپه ...

Read More »

امريکا: د افغانيو نوو بانک نوټونو انتقال له طالبانو سره پر اړيکو مثبت اغېز نه لري

د امريکا متحده ايالات وايي، چې د افغانستان بانک ته يې له افغانانو سره د ښېګڼې په موخه د دې اجازه ورکړې، څو دې هېواد ته د افغانيو د نوو بانک نوټونو د لېږدولو په موخه پيسې انتقال کړي. د امريکا بهرنيو چارو وزارت وياند نېډ پرايس پرون سې‌شنبه د ...

Read More »

عمران خان راتلونکې جمعه د حکومت پر ضد اسلام‌اباد ته اعتراضيه تګ پيلوي

د پاکستان مخکيني لومړي وزير او د دې هېواد د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان اعلان کړی، چې د راتلونکې جمعې په ورځ به د شهباز شريف په مشرۍ د اېتلافي حکومت پر ضد له لاهور څخه تر اسلام‌اباد پورې اعتراضيه تګ پيل کړي. نوموړي دغه اعلان بېګاه شپه ...

Read More »

نېکلاسن: لا هم باور دا دی چې په افغانستان کې ټول‌ګډونه دولت نه دی رامنځته شوی

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکلاسن وايي، د سيمې هېوادونو په شمول د نړۍ هېوادونه پر دې باوري دي، چې په افغانستان کې لا هم داسې يو حکومت نه دی رامنځته شوی چې د دې هېواد ټول اقشار په کې ځان وګوري. نوموړي دا څرګندونې د ...

Read More »

کرکټ ملي لوبډله نن د نيوزيلنډ له لوبډلې سره لوبه کوي

ټاکل شوې د کرکټ ملي لوبډله نن چهارشنبه د (لړم په ۴مه) د کرکټ ۲۰اووريز نړيوال جام سياليو په لړ کې د نيوزيلنډ لوبډلې پر وړاندې لوبه کوي. نننۍ لوبه د روان جام د لوبو په ترڅ کې د افغانستان او نيوزيلنډ دويمه لوبه ده. د کرکټ بورډ مسوولانو ډاډ ...

Read More »

سند محکمې په يوه قضيه کې علي وزير له زندان خوشی کړ

د سند محکمې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي علي وزير په اړه په يوه قضيه کې له زندان څخه د نوموړي د خوشي کولو پرېکړه کړې. د علي وزير مدافع وکيل قادرخان اېډوکېټ رسنيو ته په دې اړه ويلي، چې علي وزير له خپلو ۱۱ ملګرو سره يو ځای ...

Read More »