د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له خپل امریکايي سیال ډونالډ ټرمپ سره په ټیلیفوني خبرو کې د ایران او امریکا ترمنځ د روان کړکېچ پر پای ته رسولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د پاتې اختلافاتو پر ډیپلوماټیک حل ټینګار کړی دی.
دغهراز، اردوغان د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ډیپلوماټیکو هڅو د بریا هیله څرګنده کړې او ویلي یې دي چې ترکیه د سولې د ټینګښت په موخه له دواړو لورو سره همکارۍ ته چمتو ده.
د ترکیې د اړیکو ریاست په وینا، په دې ټیلیفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو پر دوهاړخیزو اړیکو، سیمهییزو او نړیوالو پرمختګونو او همدارنګه د ترک هېوادونو سازمان د غونډې په اړه هم بحث شوی دی.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس