Home » Author Archives: رویداد خبری آژانس (page 7)

Author Archives: رویداد خبری آژانس

اسراییلي ټانکونه له ۵۰ کلونو وروسته سوریې ته داخل شوي

په سوریه کې د بشارالاسد په مشرۍ د حکومت له سقوط کېدو وروسته د اسراییلي ځواکونو ټانکونه له پنځو لسیزو وروسته د لومړي ځل لپاره دغه هېواد ته داخل شوي دي. د سراییلو حکومت اعلان کړی چې د دوی د ټانکونو ننوتلو موخه د سوریايي ځواکونو او ملکیانو څخه ساتنه ...

Read More »

ملګري ملتونه: په افغانستان کې ۶.۶ میلیونه خلک سرپناه نه لري

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) ویلی چې، په افغانستان کې شاوخوا ۶.۶ میلیونه وګړي استوګنیزو کورونو ته اړتیا لري. د دغه سازمان د شمېرو له مخې، یوازې د هرات زلزلې څه باندې ۴۸ زره کورونه ویجاړ کړي او د ۲۰۲۴ کال سږنیو سېلابونو له ...

Read More »

د سوریې پر وضعیت د ملګرو ملتونو بیړنۍ غونډه

بهرنیو رسنیو خبر ورکړی چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د سوریې پر وضعیت د تړلو دروازه تر شا بېړنۍ غونډه جوړوي. دغه غونډه وروسته له هغې جوړېږي چې په سوریه کې د اسد د کورنۍ د نژدې نیمې پېړۍ واکمنۍ ړنګه شوه او دغلته واک د حکومت مخالفو ...

Read More »

 ملګري ملتونه: په افغانستان کې له داخلي بیځایه شویو سره مرسته کوي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ(UNHCR)  د یوې اعلامېې په خپرولو سره ویلي چې، په روان ژمي کې به په افغانستان کې له ۱۷۵۰۰۰ داخلي بې ‌ځایه شويو کسانو سره ژمنۍ مرستې ترسره کړي. اعلامیه کې راغلي چې په دې مرستو کې به کمپلې، د پخلنځي ...

Read More »

بنګله دېش کرکټ لوبډله د اسیا ۱۹ کلنو جام اتله شوه

د نولس کلنو ځوانانو اسیا جام سیالیو پایلوبه کې بنګله دېش لوبډلې هند ته په ماتې ورکولو سره د یاد جام اتلولي په خپل نوم کړه.دغه لوبه(یک شنبه،۱۸د لېندۍ)د عربي متحده اماراتو د دوبۍ په لوبغالي کې ترسره شوه.د بنګله دېش لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې توپوهنه پیل کړه چې ...

Read More »

جنوبي کوریا د دغه هیواد پخوانی دفاع وزیر نیولی

د جنوبي کوریا حکومت خبر ورکړی چې، د دغه هیواد د دفاع پخوانی وزیر کیم ینګ هاین د ولسمشر یون سوک یول له لوري د پوځي حکومت په اعلانولو کې د ښکېلتیا په جرم نیولی دی.راپورونه وایې چې کیم ینګ هاین د تېرې چهارشنبې په ورځ د سویلي کوریا د ...

Read More »

د افغانستان مرکزي بانک سبا ۱۶ میلیونه ډالر لیلاموي

د افغانستان د بانک مسوولان وايي چې، د افغانيو د ارزښت ساتلو په موخه به سبا(دوشنبه،۱۹ د لېندۍ) ۱۶ میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي.یاد بانک نن(یک شنبه،۱۸د لېندۍ)د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ او د پولي خدمتونو له ...

Read More »

د ۱۹ کلنو اسیا جام پایلوبه د هند او بنګله دېش لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي

نن د ۱۹ کلنو اسیا جام سیالیو پایلوبه د هند او بنګله دېش لوبډلو ترمنځ ترسر کېږي. اوسمهال د هند ۱۹ کلنې لوبډلې د ۱۹ کلنو ځوانانو اسیا جام سیالیو د پایلوبې پچه وګټله او بنګله‌دېش ته یې د توپوهنې بلنه ورکړې. د اسیا جام ۱۹ کلنو سیالیو په نیمه ...

Read More »

متحده عربي اماراتو په افغانستان کې ۱۰ زېږنتونونه جوړ کړي

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت وایې، چې په افغانستان کې یې لس زیږنتونونه جوړ او ګټې اخېستنې ته سپارلي دي. یاد وزارت (شنبې، د لیندۍ ۱۷مه)په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا زېږنتونونه په هرات، کندهار، پکتیا، ننګرهار، پکتیکا، هلمند او بلخ کې پرانېستل شوي دي. دغه وزارت ...

Read More »

پاکستان کې د نښتو پرمهال شپږ پوځیان او ۲۲ وسله وال وژل شوي

پاکستاني چارواکو خبر ورکړی چې په دغه هېواد کې یې د نښتو پرمهال د شپږ پوځیانو په ګډون ۲۸ وسله وال وژل شوي دي. د چارواکو د معلوماتو له مخې دغه دا نښتې د خیبر پښتونخوا د وزیرستان اړوند سیمو کې رامنځته شوي چې پرمهال وسله والو ته درنه مرګ ...

Read More »