ټاکل شوې چې د افغانستان او زمبابوې کرکټ لوبډلو ترمنځ د شل اوریزو لوبو لومړۍ لوبلړۍ سبا(چهارشنبه،۲۱د لېندۍ)پيل شي.
د دې لوبلړۍ دوهمه لوبه به د جمعې او درېمه هغه به یې د راتلوونکې اوونۍ شبنې په ورځ ترسره شي.
له دې وروسته به دواړه لوبډلې د همدې دسمبر میاشتې په ۱۷مه، ۱۹مه او ۲۱مه په درې یو ورځنیو سیالیو کې هم سره مخامخ شي.
له دې څو ورځې وړاندې د افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکړی و، چې د یادو سیالیو لپاره یې افغان لوبډلې بشپړ چمتوالی نیولی دی.
افغانستان او زمبابوې له دې وړاندې هم سره لوبې ترسره کړي چې زیاتره یې د افغانستان په بریال پای ته رسېدلي دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس