Home » سیمه او نړی » اسراییلي ټانکونه له ۵۰ کلونو وروسته سوریې ته داخل شوي

اسراییلي ټانکونه له ۵۰ کلونو وروسته سوریې ته داخل شوي

په سوریه کې د بشارالاسد په مشرۍ د حکومت له سقوط کېدو وروسته د اسراییلي ځواکونو ټانکونه له پنځو لسیزو وروسته د لومړي ځل لپاره دغه هېواد ته داخل شوي دي.

د سراییلو حکومت اعلان کړی چې د دوی د ټانکونو ننوتلو موخه د سوریايي ځواکونو او ملکیانو څخه ساتنه ده او دغه راز په سوریه کې د وسله‌والو مخالفو د بریدونو په غبرګون کې دغه هېواد کې خپل پوځي حضور پیاوړي کول دي.

اسراییلی چارواکو ویلي دوی باید سوریې سره د ۱۹۷۴ کال پرمهال د شوي اوربند پر بنسټ، د جولان په لوړو په حرمون غره کې نوې دفاعي کرښه رامنځته کړي.

اسراییلو په ۱۹۶۷ کال کې د سوریې د جولان لوړې سیمې ونیولې او ۱۹۸۱ کال کې یې، له اسراییلو سره یوځای کړې.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اسلام‌اباد کې د ايران او امريکا خبرې بې نتيجې پای ته ورسېدې

د امريکا د ولسمشر مرستيال ...