د نولس کلنو ځوانانو اسیا جام سیالیو پایلوبه کې بنګله دېش لوبډلې هند ته په ماتې ورکولو سره د یاد جام اتلولي په خپل نوم کړه.
دغه لوبه(یک شنبه،۱۸د لېندۍ)د عربي متحده اماراتو د دوبۍ په لوبغالي کې ترسره شوه.
د بنګله دېش لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې توپوهنه پیل کړه چې په ۴۹.۱ اور کې یې د ټولو لوبغاړو په زیان سره د هند لوبډلې ته د ۱۹۸ منډو هدف وټاکه.
د لوبې په دوهمه پاڼۍ کې هند لوبډلې په ۳۵.۲ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۹ منډې وکړې او د ۵۹ منډو په توپير یې ماتې وخوړه.
د یادونې وړ ده چې د ۱۹ کلنو اسیا جام سیالیو کې د افغان لوبډلې په ګډون ۸ لوبډلو ګډون کړی وو، چې افغان لوبډلې په خپل ګروپ کې په پرله پسې ډول درې ماتې وخوړې او له سیالیو بهر شول.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس