بهرنیو رسنیو خبر ورکړی چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د سوریې پر وضعیت د تړلو دروازه تر شا بېړنۍ غونډه جوړوي.
دغه غونډه وروسته له هغې جوړېږي چې په سوریه کې د اسد د کورنۍ د نژدې نیمې پېړۍ واکمنۍ ړنګه شوه او دغلته واک د حکومت مخالفو وسلهوالو ته په لاس ورغی.
د سوریې پرځېدلی ولسمشر بشار الاسد او د هغه کورنۍ د دمشق تر سقوط وروسته مسکو ته تللي او د روسیې دولتي رسنیو ویلي، مسکو نوموړي ته بشري پناه ورکړې ده.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس