Home » افغانستان » ملګري ملتونه: په افغانستان کې ۶.۶ میلیونه خلک سرپناه نه لري

ملګري ملتونه: په افغانستان کې ۶.۶ میلیونه خلک سرپناه نه لري

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) ویلی چې، په افغانستان کې شاوخوا ۶.۶ میلیونه وګړي استوګنیزو کورونو ته اړتیا لري.

د دغه سازمان د شمېرو له مخې، یوازې د هرات زلزلې څه باندې ۴۸ زره کورونه ویجاړ کړي او د ۲۰۲۴ کال سږنیو سېلابونو له ۱۸ زره ۴۶۰ ډېر کورونه تخریب کړي دي.

بلخوا د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي، په افغانستان کې ۸۰ سلنه کورنۍ په داسې شرایطو کې ژوند کوي چې هر غړی یې د ورځې له یو ډالر کم عاید لري.

دا په داسې حال کې ده چې سږکال د هیواد په یو شمیر ولایتونو کې سېلابونو، زلزلو او نورو طبیعي افتونو خلک سخت ځپلي چې دا مهال تر بل هر وخت بشري مرستو ته اړتیا لري.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ناروې د کډوالو شورا: له جګړو بیځایه شوي افغانان بیړنیو مرستو ته ضرورت لري

د ناروې د کډوالو شورا ...