Home » دسته‌بندی نشده » متحده عربي اماراتو په افغانستان کې ۱۰ زېږنتونونه جوړ کړي

متحده عربي اماراتو په افغانستان کې ۱۰ زېږنتونونه جوړ کړي

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت وایې، چې په افغانستان کې یې لس زیږنتونونه جوړ او ګټې اخېستنې ته سپارلي دي.

یاد وزارت (شنبې، د لیندۍ ۱۷مه)په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا زېږنتونونه په هرات، کندهار، پکتیا، ننګرهار، پکتیکا، هلمند او بلخ کې پرانېستل شوي دي.

دغه وزارت له افغانستان سره د خپلو بشر دوستانه مرستو پر دوام ټينګار کړی او ویلي یې دي چې، دوی به خپلې مرستې له دغه هېواد ونه سپموي.

بلخوا یوشمېر روغتیاپالان وایې چې د یادو زیږنتونونو په جوړیدو سره به په هېواد کې د مور او ماشوم د مړینې کچه راکمه شي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې اروپايي ټولنې په افغانستان کې د مور او ماشوم د مړینې کچې له زیاتېدو خبرداری ورکړی و او ویلي یې و، چې په افغانستان کې په هر دوو ساعتونو کې یوه مور زېږون پورې اړوند عواملو له کبله مري.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د خوړو نړيوال پروګرام: دافغانستان دوه پر دریمه برخه خلک له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.

په افغانستان کې د ملګرو ...