د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ(UNHCR) د یوې اعلامېې په خپرولو سره ویلي چې، په روان ژمي کې به په افغانستان کې له ۱۷۵۰۰۰ داخلي بې ځایه شويو کسانو سره ژمنۍ مرستې ترسره کړي.
اعلامیه کې راغلي چې په دې مرستو کې به کمپلې، د پخلنځي لوښي او خېمې شاملې وي چې، د چین د نړیوالې پراختیايي ادارې په همکارۍ او په افغانستان کې د چین سفارت په مټ به وویشل شي.
که څه هم په دې وروستیو کې د ګڼ شمیر نړیوالو مرستندویه موسساتو له لوري له زیانمنو شویو سره مرستې ترسره شوي خو خلک وایي، په دې سړه هوا کې ترسره شوې مرستې بسنه نه کوي او لا ډېرو مرستو ته اړتیا ده.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس