Home » سیمه او نړی (page 20)

سیمه او نړی

منځني ختیځ ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سفر

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د(دوشنبې،د تلې۳۰مه)منځني ختیځ ته تللی او په غزه کې یې د اوربند په تړاو تازه هڅې پیل کړي دي. رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې منځني ختیځ ته د بلینکن د سفر موخه د حماس د مشر له وژل کیدو وروسته د ...

Read More »

پوتین د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره ګوري

روسیي چارواکو خبر ورکړی چې د دغه هیواد ولسمشر ولادیمیر پوتین به د«برېکس سرمشریزې» په پای کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي ګوټېرېش سره وګوري. د پوتین مرستیال یوري یوشاکوف(دوشنبه،د تلې۳۰مه)له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې پوتین به د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره دا کتنه د سرمشریزې ...

Read More »

ایران: ملګري ملتونه باید په ایران کې د اوسېدونکو کډوالو بودیجه زیاته کړي

ایران حکومت وایي، که ملګري ملتونه د کډوالو بودیجه زیاته نه کړي د کډوالو په برخه کې به خپل سیاست بدل کړي. د ایران په کورنیو چارو وزارت کې د کډوالو د چارو رییس نادر یار احمدي پرون (شنبې، د تلې ۲۸مه) په جینوا کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ...

Read More »

د اسراییلو لخوا پر غزې د هوایي برید له امله ۳۳کسان وژل شوي

د غزې ملکي دفاعي ادارې ویلي چې د دې تړانګې د جبالیا سیمې سره نږدې د اسراییلو له خوا پر غزې د هوایي برید له امله ۳۳ کسان وژل شوي دي. د غزې ملکي دفاعي ادارې ویاند، محمود بصال د ۳۳ کسانو وژل تایید کړي او دا یې هم ویلي ...

Read More »

ریچارډ بېنټ په ایران کې د افغانانو د وژلو په اړه د څېړنو غوښتنه کړې

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي ‏راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ د ایران سرحدي سیمو ته څېرمه د افغانانو د وژنې او پر دوی د شویو ډزو په اړه د څېړنو غوښتنه کړې ده. نوموړي (چهارشنبې، د تلې ۲۵مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې هغه ...

Read More »

اسټرالیا: خپل زاړه ټانکونه اوکراین ته ورکوو

د اسټرالیا د دفاع وزارت (پنجشنې، د تلې ۲۶مه) اعلان کړی چې خپل ابرامز زاړه امریکایي ټانګونه اوکراین ته استوي، چې د دغه هېواد پلي ځواکونه په سخت ژمي کې پیاوړي شي. د ابرامز هر (ام۱ای۱) ټانګ ۶۰ ټنه وزن لري‌ او د اور قوي ځواک لري. ټاکل شوې وه ...

Read More »

اسراییل: د ایران له اټومې تاسیساتو سره کار نه لرو

اسراییلو ویلي د ایران د ځوابي برید موخه مو ددغه هېواد پوځي هډې دي، له اټومي او نفتي تاسیساتو سره یې کار نه لري. د اسراییلو صدراعظم، بنیامین نتنیاهو د امریکا ولسمشر جو بایډن ته ویلي، چې په ایران باندې په ځوابي برید کې یوازې پوځي هډې په نښه کوي ...

Read More »

ایراني پوله ساتو پر افغان کډوالو ډزې کړې

د بشري حقونو سازمان «حال وش» په دې وروستیو کې د ایران پر پوله د لسګونو افغان کډوالو د وژل کېدو په اړه راپور خپور کړی دی. د دغه راپور له مخې، یکشنبې، د تلې ۲۲مه «شاوخوا ۲۶۰ افغان کډوال د ایران د نظامي ځواکونو د ډزو له امله مړه ...

Read More »

د عراق له زندانونو درې افغان کډوال خوشي شول

د ا.ا د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي چې د عراق له زندانونو درې افغانان خوشې او خپل هېواد ته راستانه شوي دي. دا کسان په عراق کې د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله په شپږ میاشتې زندان محکوم شوي وو. د راپورونو له مخې، دا درې ...

Read More »

ایټالیا د لومړي ځل لپاره البانیا ته د کډوالو یوه ډله واستوله

رویټرز خبر ورکړی چې ایټالیا د لومړي ځل لپاره البانیا ته د پناه غوښتونکو یوه ډله استولې ده. دا اقدام په ۲۰۲۳ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لاسلیک شوي تړون برخه ده. البانیا موافقه کړې چې د دغه هېواد په شمال کې په دوو پناه ځایونو کې هر ...

Read More »