د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ سیالې کامالا هریس د ټرمپ پر وړاندې خپله ماتې منلې ده. هریس خپل سیال ډونالډ ټرمپ ته (چهارشنبې، د لړم۱۶مه) د ټیلفوني خبرو له لارې او په واشنګټن کې د خپلو پلویانو یوې غونډې ته په وینا کې دا څرګندونې کړي ...
Read More »یو شمېر هېوادونو ټرمپ ته د بریا مبارکي ویلې
په داسې حال کې چې په امریکا کې د رایو بیا شمېرنه دوام لري او وروستۍ پایلې لا په رسمي ډول نه دي اعلان شوې، ډونالډ ټرمپ د امریکا د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې خپله بریا اعلان کړې ده. له دې بریا وروسته یو شمېر هېوادونو هغه ...
Read More »پاکستان کې د پولیو دوې نورې پېښې هم ثبت شوې
د پاکستان د ملي بېړنیو عملیاتو مرکز پرون (شنبې، د لړم ۱۲مه) اعلان کړی چې په دغه هېواد کې د پوليو دوې تازه پېښې ثبت شوې دي. د دغه مرکز د معلوماتو له مخې، دا پېښې په «لکي مروت او دېرهاسماعیل خان» سیمو کې ثبت شوې دي. د ویلو ده ...
Read More »جرمني له خپلو اتباعو غوښتي چې له ایران څخه ووځي
د جرمني حکومت په ایران کې له خپلو میشتو اتباعو غوښتنه کړې چې له دغه هېواد څخه دې ووځي او همدا راز د جرمني حکومت ایران ته د خپلو وګړو د سفر ممنوعیت هم تمدید کړی دی. د راپورونو له مخې، د جرمني د بهرنیو چارو وزارت (جمعه، د لړم۱۱مه) ...
Read More »د لبنان په ختیځ کې د اسراییلو په هوایي برید کې څه باندې ۵۰ کسان وژل شوي
د لبنان عامې روغتیا وزارت (جمعه، د لړم ۱۱مه) ویلي چې د دې هېواد په ختیځ کې د اسراییلو په هوایي بریدونو کې لږ تر لږه ۵۲ کسان وژل شوي دي. که څه هم چې اسراییلي پوځ ادعا کوي چې هغوی تر هوایي بریدونو وړاندې د سیمې خلکو ته خبرداری ...
Read More »سوریه کې امریکایي ځواکونو د داعش ۳۵ غړي ووژل
د متحدو ایالتونو د پوځ مرکزي قومندانۍ پرون (چهارشنبې، د لړم ۹مه) اعلان کړی چې په سوریه کې یې د هوایي برید له امله لږ تر لږه ۳۵ داعش جنګیالي وژلي دي. دې قومندانۍ ویلي چې د روانې اوونۍ په جریان کې یې په سوریه کې د داعش جنګیالیو یو ...
Read More »د لبنان حزب الله غورځنګ «نعیم قاسم» د خپل مشر په توګه وټاکه
د لبنان حزب الله پرون (سې شنبې، د لړم ۸مه) اعلان کړی چې د خپل وژل شوي مشر، حسن نصرالله پرځای یې د دې غورځنګ مرستیال نعیم قاسم د خپل نوي مشر په توګه ټاکلی دی. حسن نصرالله تېره میاشت پر جنوبي بیروت د اسراییلو په یو برید کې ووژل ...
Read More »د مصر ولسمشر په غزه کې د دوه ورځیني اوربند وړاندیز کړی
د مصر ولسمشر، عبدالفتاح السیسي په غزه کې د دوه ورځني اوربند وړاندیز اعلان کړی دی. د رویټر خبري اژانس د راپور له مخې، السیسي دغه اعلان (یکشنبې، د لړم۶مه) کړی دی، نوموړي د خپل وړاندیز په یوه برخه کې ټینګار کړی چې یو شمېر برمته شوي اسرایلیان د له ...
Read More »روسیه کې د یوې چورلکې د نسکورېدو په پېښه کې څلور کسان مړه شوي
روسي رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هېواد په کیروف سیمه کې د یوې چورلکې د نسکوریدو په پېښه کې څلور کسانو خپل ژوند بایللی دی. رسنیو (شنبه، د عقرب۵مه) د روسیې د بېړنیو حالاتو وزارت له قوله ویلي چې Mi-2 ډوله هیلیکوپټره د پخواني شوروي اتحاد پر مهال جوړه ...
Read More »امریکا روسیې ته د شمالي کوریا د ۳ زرو سرتېرو د ورتګ خبر ورکړی
متحدو ایالتونو (چهارشنبې، د لړم ۲مه) ویلي چې شمالي کوریا د روانې میاشتې په سر کې روسیې ته ۳۰۰۰ سرتېري استولي، هلته روزل کېږي او ټاکل شوې چې له روسي سرتېرو سره اوږه په اوږه د اوکراین په ضد وجنګېږي. د امریکا غږ د راپور له مخې، د سپینې ماڼۍ ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس