Home » سیمه او نړی » د ایران او امریکا ترمنځ یو ځل بیا متقابل بریدونه شوي
ایران او امریکا

د ایران او امریکا ترمنځ یو ځل بیا متقابل بریدونه شوي

د ایران د سپاه پاسدارانو سمندري ځواکونو ویلي، د امریکا د وروستیو هوايي بریدونو په غبرګون کې یې د متحده ایالتونو پر ځینو پوځي هدفونو بریدونه کړي دي. سپاه پاسداران په یوه اعلامیه کې خبرداری ورکړی، که پر ایران بیا برید وشي، د تهران ځواب به تر دې هم سخت او پراخ وي.
په اعلامیه کې ویل شوي، د تهران او واشنګټن ترمنځ د شوې هوکړې له مخې، په هرمز تنګي کې د کښتیو د تګ راتګ د تنظیم او کنټرول واک د ایران په اختیار کې دی. دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې د هرمز تنګي د تګ راتګ او امنیت په اړه د دواړو لورو ترمنځ اختلافونه لا هم دوام لري.
بل لور ته، امریکايي چارواکو ویلي چې د امریکا ځواکونو د ایران د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو د زېرمو مرکزونه او ساحلي رادار تاسیسات په نښه کړي دي. واشنګټن ادعا کوي، دغه بریدونه د ایران له لوري پر یوې سوداګریزې کښتۍ د برید په غبرګون کې ترسره شوي او د سیمې د سمندري تګ راتګ د خوندي ساتلو لپاره شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ایران او امریکا ترمنځ تېره اوونۍ د سویس په منځګړیتوب د کړکېچ د کمولو لپاره خبرې اترې شوې وې، خو له هغو خبرو اترو وروسته هم د دواړو لورو ترمنځ متقابل بریدونه دوام لري.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

قمي: د خامنه‌يي د جنازې په مراسمو کې د ا.ا د مخالفانو ګډون سیاسي نه و

د افغانستان لپاره د ايران ...