Home » سیمه او نړی (page 10)

سیمه او نړی

د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ د ۲۱۰ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزې هوکړې لاسلیک شوې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، چې د افغان چارواکو او سوداګرو ۱۰۰ کسیز پلاوي د اوزبېکستان د نمنګان ولایت ته د سفر پر مهال له ځایي چارواکو او سوداګرو سره د سوداګرۍ او پانګونې پر پراختیا پراخې خبرې کړې دي. د سرچینې په وینا، د دغه سفر ...

Read More »

ایران او امريکا د احتمالي هوکړې پر سر په اختلاف کې دي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د ایران سره د سولې د تفاهم یادښت «تر ډېره حده وروستی شوی» او کولی شي د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره زمینه برابره کړي.د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ټرمپ په خپلو خبرو کې ټینګار کړی چې مذاکرات وروستي ...

Read More »

هانانيومن: نږدې پنځه ميليونه ميندې او ماشومان د خوارځواکۍ له جدي ګواښ سره مخ دي

د اروپايي پارلمان غړې هانا نیومن ویلي، چې افغانستان کې نږدې پنځه میلیونه میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له جدي ګواښ سره مخ دي.نوموړې پر خپله اېکسپاڼه د ملګرو ملتونو د معلوماتو په حواله لیکلي، چې ګڼې افغان میندې روغتیايي مرکزونو او کلینیکونو ته مراجعه کوي، خو د خوړو او ...

Read More »

سیمه‌ییز امنيت لپاره د افغانستان امنيت اړين ګڼل شوې

د قرغیزستان ولسمشر سدیر جباروف په خپلو ورستيو خبرو کې ويلي، که هېواد یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غیر دایمي غړیتوب ترلاسه کړي، نو د افغانستان وضعیت ته به ځانګړې پاملرنه وکړي. نوموړي د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو ته په استول شوي پیغام کې ټینګار کړی چې د ...

Read More »

د ايبولا ویروس خپرېدو په اړه نړیواله اندېښنه زیاته شوې

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی چې کانګو او یوګانډا کې د «بونډي‌بوجیو» ویروس له امله د ایبولا ناروغۍ خپرېدل د نړیوالې اندېښنې وړ عامه روغتیايي بېړنی حالت رامنځته کړی دی. د راپورونو له مخې د ۲۰۲۶ کال د مې تر ۱۶مې پورې د کانګو د ایتوري ...

Read More »

ګوتریش: پر ډیجیټلي جوړښتونو پانګونه مهمه ده

د مخابراتو او معلوماتي ټولنې نړيواله ورځ هر کال د مې میاشتې په ۱۷مه نېټه نمانځل کېږي. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيوګوتریش د دغې ورځې په مناسبت ویلي، چې ډیجیټلي ټکنالوژي د پرمختګ، زده‌کړو او اقتصادي ودې لپاره مهم رول لري او باید پر نښلونې او ډیجیټلي جوړښتونو پانګونه زیاته ...

Read More »

پوتین د شي جین‌پینګ په بلنه چین ته ځي

کرملین ماڼۍ اعلان کړی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، به د چین ولسمشر شي جین‌پینګ، په رسمي بلنه د روانې مې میاشتې په ۱۹مه او ۲۰مه نېټه چین ته سفر وکړي. د کرملین د معلوماتو له مخې، دغه سفر د روسیې او چین ترمنځ د «ښه ګاونډیتوب، دوستۍ او ...

Read More »

اروپايي ټولنه غواړي د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه غونډه ترسره کړي

فرانس پرېس خبري اژانس د اروپايي سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې اروپايي ټولنه غواړي د افغان کډوالو د بېرته ستنولو او د کډوالۍ اړوند مسایلو په اړه د خبرو لپاره د ا.ا استازي بروکسل ته ور و بولي.د سرچینو په وینا، په نږدې ورځو کې د اروپايي ټولنې لخوا ...

Read More »

د CNN خبري شبکې بنسټ اېښودونکی د ۸۷ کلونو په عمر ومړ

د امریکایي رسنیو نامتو سوداګر او د سي‌اېن‌اېن شبکې بنسټ‌ اېښودونکی ټېډ ټرنر د ۸۷ کلونو په عمر ومړ.هغه په ۱۹۸۰ کال کې امریکا کې د لومړي ۲۴ ساعته کېبلي خبري چینل په جوړولو سره د ټلوېزیون صنعت او د خبرونو د خپرولو بڼه د تل لپاره بدله کړه او ...

Read More »

د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو په ترڅ کې د ایراني او امريکايي ځواکونو ترمنځ نښته رامنځته شوې

اسوشیټیډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې د امریکا پوځ ادعا کړې، چې د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو په ترڅ کې یې له ایراني ځواکونو سره نښته کړې ده. د امریکايي چارواکو په وینا، په دې پېښه کې شپږ وړې کښتۍ ډوبې شوې او دوه امریکايي سوداګریزې بېړۍ وتوانېدې ...

Read More »