Home » افغانستان » هند له افغانستان سره د پنځو ټنو اړينو درملو مرسته کړې
هند

هند له افغانستان سره د پنځو ټنو اړينو درملو مرسته کړې

د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جېسوال وايي چې هېواد یې له افغانستان سره د پنځو ټُنو اړینو درملو مرسته وکړه.
نوموړي پر اېکسپاڼه ليکلي، چې هند د افغانانو د هوساینې او ملاتړ لپاره خپلې ژمنې یو ځل بیا تازه کوي.
رندهير جېسوال: “هند کابل ته د ضروري درملو ۵ ټنه نورې مرستې لېږلي، او د بشري مرستو او د افغان ولس د هوساینې لپاره یې خپله تلپاتې ژمنتیا بیا ټینګه کړې ده.”

د مالوماتو پراساس، هند له افغانستان سره په پرله‌پسې ډول بشري مرستې کوي، په ځانګړي ډول د درملو، خوراکي توکو او طبي تجهیزاتو په برخه کې، او دا مرستې د افغان ولس د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د دوامدارې ژمنې په توګه ترسره کېږي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

سنټکام پر ایران د پراخو هوايي بریدونو د پیل خبر ورکړ

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ ...