د افغانستان لپاره د قطر سفارت خبر ورکړی چې د افغانستان او نړیوالې ټولنې د اړیکو په اړه د ګرد مېز ناسته ترسره شوې ده، چې پکې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت لوړپوړو چارواکو ګډون کړی و.
د قطر سفارت د اعلامیې له مخې، په دې غونډه کې مردف القاشوطي د قطر سفیر په کابل کې، جورجیت ګانیون د یوناما سرپرسته، سکاټ سمیت د یوناما د سیاسي برخې مسوول، ذاکر جلالي د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي برخې مرستیال، او عبدالحی قانت د بهرنیو چارو وزارت د ستراتېژیکو مطالعاتو د مرکز رییس ګډون کړی و.
د مالوماتو پر اساس په دې ناسته کې د افغانستان او نړیوالې ټولنې د راتلونکو اړیکو او د دغو اړیکو د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې اترې وشوې.
د افغانستان لپاره د قطر سفارت
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس