د افغانستان لپاره د قطر سفارت خبر ورکړی چې د افغانستان او نړیوالې ټولنې د اړیکو په اړه د ګرد مېز ناسته ترسره شوې ده، چې پکې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت لوړپوړو چارواکو ګډون کړی و.د قطر سفارت د اعلامیې ...
Read More »اشنګټن او تهران د نوې موافقې لپاره خبرې کوي
د امریکا د ولسمشر مرستیال جي ډي ونس،سویس ته رسېدلی څو له ایراني چارواکو سره په لوړې کچې خبرو کې ګډون وکړي.دغه مذاکرات د لنډمهالي ۱۴ مادهییز هوکړهلیک د یوې دوامدارې سیمهییزې موافقې پر بدلېدو متمرکز دي. د امریکا په پلاوي کې سټیو وېټکاف او جېرډ کوشنر هم شامل دي.د ...
Read More »د بښنې نړیوال سازمان: د کډوالو حقونه دې د نړیوالو قوانینو له مخې وساتل شي
د بښنې نړیوال سازمان ویلي، چې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې مېشت میلیونونه افغان کډوال د خپلسرو نیونو له جدي ګواښ سره مخ دي او د هغوی افغانستان ته جبري ستنول ورځ تر بلې زیاتېږي. دغه سازمان ټینګار کړی چې دا وضعیت د کډوالو لپاره جدي اندېښنه رامنځته کړې ...
Read More »د جون ۲۰مه: د کډوالو نړیواله ورځ
د 2026 کال د کډوالو نړیواله ورځ “تر هغه چې هر څوک خوندي نه وي” شعار لاندې داسې مهال نمانځل کېږي چې میلیونونه افغانان لا هم د جګړو، اقتصادي ستونزو او بېثباتۍ له امله د کډوالۍ ژوند تېروي. افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې د اوږدې مودې ...
Read More »هند له افغانستان سره د پنځو ټنو اړينو درملو مرسته کړې
د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جېسوال وايي چې هېواد یې له افغانستان سره د پنځو ټُنو اړینو درملو مرسته وکړه.نوموړي پر اېکسپاڼه ليکلي، چې هند د افغانانو د هوساینې او ملاتړ لپاره خپلې ژمنې یو ځل بیا تازه کوي.رندهير جېسوال: “هند کابل ته د ضروري درملو ۵ ټنه ...
Read More »خوشحال خان کاکړ: د اسلاماباد ناسمو سیاستونو د پښتونخوا سوداګري زیانمنه کړې
د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند مشر او د پاکستان د پارلمان غړي خوشحال خان کاکړ پر اسلاماباد نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د ناسمو سیاستونو له امله یې د پښتونخوا د پښتنو سوداګریزې اړیکې له افغانستان سره زیانمنې کړې دي. نوموړي ویلي، د پښتونخوا پښتانه له افغانستان سره ...
Read More »اروپايي مشران د جي۷ غونډه کې پر ایران او اوکراین د ټرمپ د دریځ د بدلون غوښتنه کوي
د جي۷ سرمشریزې په ترڅ کې اروپايي مشرانو د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د ایران او اوکراین په تړاو مهمې خبرې مطرح کړې دي. د راپورونو له مخې، اروپايي هېوادونه اندېښنه لري چې له ایران سره هر ډول لنډمهاله او سطحي هوکړه ښايي د دغه هېواد د اټومي ...
Read More »د پاکستان د ملي اسمبلۍ يوه غړي د پاکستان حکومت سياستونه نقد کړي
د پاکستان د ملي اسمبلۍ غړي اسد قیصر، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو محدودیتونو پر ضد انتقاد کړی او ویلي یې دي چې افغانستان په پېښور کې د صنعت د پرمختګ یوازینۍ لاره ده.هغه د پاکستان په ملي اسمبلۍ کې په یوه ناسته کې خبرداری ورکړی چې له ...
Read More »د افغانستان او چین ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر پیاوړتیا خبرې شوې
چین کې د ا.ا سفیر بلال کریمي د چین – سويلي اسیا لسم نندارتون په څنډه کې له افغان سوداګرو سره لیدنه کړې ده.د افغانستان سفارت په بیجینګ کې پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې په دې کتنه کې سفیر له افغان سوداګرو څخه خپل ملاتړ څرګند کړی او د هغوی ...
Read More »د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا خبرې شوې
د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې سرپرست رییس، محمد رفیع عظیمي، په کابل کې د ایران له سفیر علي رضا بیکدلي سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي. په دې لیدنه کې د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس