Home » افغانستان » قزاقستان: افغانستان ته د غلو صادرات ۴.۴ برابره لوړ شوي
قزاقستان

قزاقستان: افغانستان ته د غلو صادرات ۴.۴ برابره لوړ شوي

د قزاقستان د ټرانسپورټ وزارت مرستیال ژانېبک تایژانوف ویلي، چې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو اتو میاشتو کې افغانستان ته د دغه هېواد د غلو لېږد ۴.۴ برابره زیات شوی او ۶۵۵ زره ټنو ته رسېدلی دی.

تایژانوف د حکومت په یوه غونډه کې ویلي، چې په همدې موده کې د رېل‌لارې له لارې د قزاقستان ۹.۳ میلیونه ټنه غله لېږدول شوي، چې د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۱۳ سلنه زیاتوالی ښيي. د نوموړي په وینا، له دې ډلې ۷.۲ میلیونه ټنه بهرنیو بازارونو ته صادر شوي دي.

د قزاقستان د کرنې وزارت همداراز ويلي، چې هېواد یې غواړي د کرنیزو محصولاتو صادرات نور هم زیات کړي. نوموړي ویلي، افغانستان د قزاقستان د غنمو له مهمو بازارونو څخه دی ځکه په خبره يې افغانستان د خپلې اړتیا وړ غنمو یوه برخه له بهر څخه واردوي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار

د افغانستان د سوداګرۍ او ...