د راپورونو له مخې، امریکا او د نړیوال ائتلاف شریکانو یې په عراق کې خپل پوځي ماموریت په رسمي ډول پای ته رسولی او له اربیل هوايي اډې څخه یې خپل ځواکونه او تجهیزات ایستلي دي.
د امریکا د دفاع وزارت وايي، دا اقدام په عراق کې د ائتلافي ځواکونو د اوږدمهاله پوځي حضور د پای ته رسېدو نښه ده.
د امریکا د دفاع وزارت په وینا، له دې وروسته به د عراق امنیتي ځواکونه او د کردستان سیمې پیشمرګه ځواکونه د هېواد د امنیت د ټینګښت او د امنیتي ګواښونو د مخنیوي اصلي مسوولیت پر غاړه ولري. واشنګټن به له عراقي ځواکونو سره د اړتیا وړ روزنې او استخباراتي ملاتړ ته دوام ورکړي.
امریکا وايي، په عراق کې د پوځي ماموریت له پای ته رسېدو وروسته به د دواړو هېوادونو امنیتي اړیکې د عادي دوهاړخیزو همکاریو پر بنسټ وي. د واشنګټن په وینا، دواړه لوري به د عراق د حاکمیت، د سرحدونو د خوندي کولو او د دغه هېواد د امنیت د پیاوړتیا په برخو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
عراق
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس