Home » افغانستان » افغانستان او تاجکستان د برېښنا د لېږد د پراختیا په اړه خبرې وکړې
افغانستان او تاجکستان

افغانستان او تاجکستان د برېښنا د لېږد د پراختیا په اړه خبرې وکړې

د امارتي شرکتونو عمومي ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د برېښنا شرکت اجرائیوي رئيس عبدالحق همکار، د تاجکستان د برېښنا شرکت له رئيس محمدعمر اسوزاده سره د افغانستان ته د برېښنا وارداتو د زیاتوالي او د انرژۍ په برخه کې د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
د‌ معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لورو د برېښنا د لېږد د لینونو پر پیاوړتیا، د برېښنا د کیفیت او ولتاژ پر ښه والي، تعرفو، د پانګونې پر فرصتونو او د اوږدمهاله همکاریو په اړه خبرې اترې کړې دي.
د خبرپاڼې پر بنسټ، د تاجکستان لوري د ۵۰۰ کیلوولټه برېښنا د لېږد د لین د جوړولو د طرحې په اړه معلومات ورکړي او افغانستان ته یې د برېښنا د صادراتو د زیاتولو لپاره چمتووالی ښودلی دی.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

غزه کې د اسرائیلي رژيم بریدونو له امله د فلسطینیانو د مرګ‌ژوبلې شمېر زیات شوی

اسوشیټډ پرېس راپور ورکړی، چې ...