Home » 2024 » مارچ (page 3)

Monthly Archives: مارچ 2024

څلور اړخیزې نړیوالې سیالۍ؛ د فوټسال ملي لوبډله به نن له اسټرالیا سره مخامخ شي

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به نن د نړیوالو څلور اړخیزو لوبو (NSDF) په چوکاټ کې له استرالیا سره مخامخ شي. دا لوبه به نن (دوشنبه، د وري۶مه) د کابل پر وخت ماسپښین ۲ بجې په تایلنډ کې وشي. د افغانستان د فوټسال څلور اړخیزې سیالۍ د روان کال ...

Read More »

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت مرستیال کابل ته سفر کوي

ټاکل شوې چې د پاکستان د سوداګرۍ وزارت مرستیال «محمد خرم اغا» نن د یو پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر وکړي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ممتاز بلوچ په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې یاد پلاوی به افغانستان ته په دوه ورځیني سفر کې له افغان چارواکو ...

Read More »

د مسکو برید؛ دوه تورن کسانو په خپل جرم اعتراف کړی

روسي رسنیو راپور ورکړی چې په مسکو کې د کنسرت پر تالار برید کې ‘په لاس لرلو’ له څلور تورنو کسانو څخه ۲ یې په محکمه کې خپل جرم منلی دی. د محکمې په بیانیه کې راغلي چې دې دوو کسانو له لومړۍ غونډې وروسته په خپل جرم اعتراف کړی ...

Read More »

یونسیف: په غزه کې جګړه له ماشومانو سره جګړه ده

د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ ادارې (یونیسف) په یو نوي راپور کې د غزې د ماشومانو په اړه ویلي، هغه څه چې د غزې په تړانګه کې روان دي د ماشومانو پر وړاندې جګړه ده او غزه اوس د ماشومانو لپاره مناسب ځای نه دی. د یونیسف ویاند، ...

Read More »

د تورخم لاره وتړل شوه

سیمه‌ییزو سرچینو ویلی چې د افغانستان په سرحد کې د پاکستانیانو د خپلمنځۍ نښتې له امله د تورخم لاره تړل شوې ده. د سرچینو د معلوماتو له مخې، نن (یکشنبه د وري ۵مه) د پاکستان د فډرال څېړنیز اژانس او سرحدي مسوولانو تر منځ د خپلمنځۍ نښتې له امله د ...

Read More »

د هرات له موزیم او ارشیف څخه د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو شمېر زیات شوی

په هرات کې د ا.ا سمیه‌ییزمسوولین وايي، په تېر کال کې د یاد ولایت د موزیم او ارشیف ته د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو شمېر زیات شوی دی. د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د موزيم او ارشيف عمومي مدير، عبدالجبار نورزي په يوه راپور کې ویلي چې په ...

Read More »

واحدالله نژند خپل سیال ته ماتې ورکړه

د ازادو سیالیو افغان لوبغاړی واحدالله نژند، چې په المان کې ژوند کوي، د چک هېواد خپل سیال یکوب بهنیک مات کړی دی. دا سیالي تېره شپه (شنبه د وري۴مه) په ۷۴کیلو ګرامه وزن د المان په اشتوتګارت ښار کې وشوه. دواړو لوبغاړو درې پړاوه لوبه وکړه او په پایله ...

Read More »

اسراییلو د غزې پر یو روغتون مرګونی برید کړی

د اسراییلو پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې پر الشفأ روغتون برید کې نږدې ۱۷۰ فلسطینیان وژل شوي او له ۸۰۰ تنو ډېر نیول شوي چې پلټنې ترې پیل شوې دي. په خبرپاڼه کې د اسراییلي پوځ د ویاند په حواله ویل شوي چې دوی په دې برید کې ...

Read More »

راشد خان له ګجرات ټایټنز سره تمرینات پيل کړل

راشد خان ارمان د هند  پریمیر لیګ سیالیو کې د ګډون په هدف له خپلې اړوندې لوبډلې «ګجرات ټایټنز» سره تمرینونه پيل کړي. په نوموړې لوبډلې کې د راشد خان ترڅنګ دوه نور افغان لوبغاړي، نور احمد لکڼوال او عظمت الله عمرزی هم لوبېږي. هندي رسنیو لیکلي، تمه کېږي چې ...

Read More »

روسیه کې د کنسرت پر تالار د داعش په برید کې څه کم ۶۰ کسان وژل شوي

په روسیه کې د کنسرت پر تالار د داعش ډلې د برید په پایله کې څه کم ۶۰ کسان وژل شوي او له ۱۴۵ ډېر نور پکې ټپیان شوي دي. دا برید پرون ماښام (جمعه د وري۳مه) د روسیې د پلازمېنې، مسکو په لودیځه برخه په «کروکوز» تالار کې د ...

Read More »