Home » Author Archives: خبري آژانس رویداد

Author Archives: خبري آژانس رویداد

غزه کې د اسراییلو په برید کې څلور بهرني مرستندویان وژل شوي

حماس اعلان کړی چې د غزې په دیر البلاح ښار کې د اسراییلو په هوايي برید کې لږ تر لږه څلور نړیوال مرستندویه کارکوونکي او د هغوی یو فلسطینی موټر چلوونکی وژل شوي دي. رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې دغو څلورو کسانو د «نړیوال مرکزي پخلنځي» نادولتي موسسې سره ...

Read More »

کرکټ بورډ: د قوش تیپې شل اوریزو سیالیو هدف نړیوال جام ته چمتووالی دی

د کرکټ بورډ کورني کرکټ څانګې مسوولینو نن «پنجشنبه د وري ۹» د یو خبري کنفرانس پرمهال راتلونکې اپریل میاشت کندهار کې د کرکټ نړیوال شل اوریز جام ته د چمتووالي په هدف د قوش تیپې شل اوریز جام سیالیو له ترسراوي خبر ورکړی.له کوچني اختر وروسته د «اپریل له ...

Read More »

چینای سوپر کینګ د ۶۳ منډو په توپیر له ګجرات ټایټنز لوبه وګټله

د هند پریمیر لیګ ۲۰۲۴ زیږدیز کال اوومه لوبه د تېر پړاو اتل چینای سوپر کینګ او ګجرات ټایټنز لوبډلو ترمنځ لیګ اوومه لوبه تېره شپه «سه شنبه د وري ۷ مه» د کلکتې چدامابرام لوبغالي کې وشوه. چینای لوبډلې ته د توپ وهنې بلنه ورکړل شوه چې د شل ...

Read More »

اسراییلو د غزې پر یو روغتون مرګونی برید کړی

د اسراییلو پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې پر الشفأ روغتون برید کې نږدې ۱۷۰ فلسطینیان وژل شوي او له ۸۰۰ تنو ډېر نیول شوي چې پلټنې ترې پیل شوې دي. په خبرپاڼه کې د اسراییلي پوځ د ویاند په حواله ویل شوي چې دوی په دې برید کې ...

Read More »

د افغانستان او اذربایجان سوداګریزو اړیکو پراختیا موندلې

کابل کې د اذربایجان سفیر وايي چې هېواد یې په افغانستان کې د کانونو استخراج، ښوونې او روزنې، د اسان خدمت پروسې پراختیا او پياوړتیا برخه کې همکاري او پانګونه کوي. الهام محمدوف د ریاست الوزرا له اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سره په کتنه کې ویلي چې په افغانستان کې ...

Read More »

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی هند او متحده عربي اماراتو ته سفر کوي

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ ویلي له خپلو شریکانو سره د خبرو لپاره هند او متحده عربي اماراتو ته سفر کوي. ویسټ نن سهار ( سه شنبه د کب ۲۹ مه ) پخپله ایکس پاڼه دا خبر خپور کړی دی. نوموړي ویلي چې د افغانستان په ...

Read More »

افغانستان له ایرلنډ دوه پر یو د شل اوریز سیالیو لوبلړۍ وګټله

د افغانستان او ایرلنډ کرکټ لوبډله ترمنځ د شل اوریزو سیالیو درېیمه لوبه تېره شپه ماښام اته نیمې بجې (دوشنبه کب ۲۸ مه) د متحده عربي اماراتو شارجې لوبغالي کې وشوه. د افغانستان کرکټ لوبډلې د ۵۷ منډو په توپیر له ایرلنډ درېیمه شل اوریزه سیالۍ ګټلو سره دوه پر ...

Read More »

بایډن: نتنیاهو اسراییلو ته د مرستې پرځای تاوان اړوي

د امریکا ولسمشر، جو بایډن پرون یکشنبه په یوه مرکه کې ویلي د اسراییلو له لوري د غزې تړانګې سویل ته پر رفح ښار د برید خبرداری د اسراییلو د لومړي وزیر، بنیامین نتنیاهو لپاره سره کرښه وي. د الجزیرې خبري شبکې د راپور پر اساس پر غزې د اسراییلو ...

Read More »

د اسکار ۲۰۲۴ ګټونکي؛ اوپنهایمر فلم اووه لویې جایزې ګټلې دي

د کریسټوفر نولان جوړ کړي فلم «اوپنهایمر» د اسکار اکاډمۍ د جایزو شپږ نویمې دورې د غوره فلم، لارښونې، فلمي اتل، تدوین، موسیقۍ او فلم اخیستنې اووه جایزې ګټلې دي. د اسکار ۲۰۲۴ د جایزو د ورکړې دا مراسم تېره یکشنبې د کب په شلمه د لاس انجلس دالبي ښار ...

Read More »

ریال مادرید د سلتاویګو پر وړاندې ۴ ګولونو سره د لالیګا نوملړ سر کې ځای وموند

د هسپانیې د لالیګا اوویشتمې اوونۍ سیالیو په لړ کې ریال مادرید د سلتاویګو لوبډلې کوربنه وه چې دا لوبه څلور د صفر وړاندې پایلې سره د ریال لوبغاړو په ګټه پایته ورسېده. دا لوبه تېره یکشنبې شپه د کب په شلمه د برنابیو لوبغالي کې وشوه. په دې سیالۍ ...

Read More »