سیمهییزو سرچینو ویلی چې د افغانستان په سرحد کې د پاکستانیانو د خپلمنځۍ نښتې له امله د تورخم لاره تړل شوې ده.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، نن (یکشنبه د وري ۵مه) د پاکستان د فډرال څېړنیز اژانس او سرحدي مسوولانو تر منځ د خپلمنځۍ نښتې له امله د تورخم لاره تړل شوې ده.
د سرچینو په وینا، په دې نښته کې د پاکستان د دې دوو ادارو ۱۳ کارکوونکي ټپيان شوي دي.
تر اوسه د دې پېښې په اړه نور معلومات په لاس کې نشته.