Home » 2024 » مارچ (page 4)

Monthly Archives: مارچ 2024

د افغانستان او اذربایجان سوداګریزو اړیکو پراختیا موندلې

کابل کې د اذربایجان سفیر وايي چې هېواد یې په افغانستان کې د کانونو استخراج، ښوونې او روزنې، د اسان خدمت پروسې پراختیا او پياوړتیا برخه کې همکاري او پانګونه کوي. الهام محمدوف د ریاست الوزرا له اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سره په کتنه کې ویلي چې په افغانستان کې ...

Read More »

د نړیوالو مخالفتونو سره سره پر رفح د اسراییلو بریدونه دوام لري

اسراییلي ځواکونو د نړیوالو مخالفتونو سره سره تېره شپه پر رفح ښار هوایي بریدونه پیل کړي چې له امله یې یوشمېر فلسطینیان وژل شوي دي. د فلسطیني چارواکو د اعلامیې له مخې، د دغه بریدونو په ترڅ کې ۱۴ فلسطینیان وژل شوي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي. ...

Read More »

د پاکستان پر ګواډر بندر بلوچي ځواکونو برید کړی

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د ګواډر بندر پر تاسیساتو د بلوڅ‌ بېلتون‌غوښتونکو په ډله‌ییز برید کې دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.  د پاکستان پوځ په اعلامیه کې ویلي چې پرون چهارشنبې د وري لومړۍ نېټه یو شمېر بریدکوونکو غوښتل د دغه بندر تاسیساتو ته دننه شي، خو ...

Read More »

امریکا د حماس د یو لوړپوړي چارواکي وژنه تایید کړې

د امریکا د ملي امنیت مشاور تایید کړې ده چې د حماس لوړپوړی چارواکی، مروان عیسی د اسراییلو په برید کې وژل شوی دی. د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت مشاور جیک سالیوان دوشنبې د کب۲۸مه  خبریالانو ته ویلي: “د حماس درېیم کس مروان عیسی، تېره اوونۍ له اسراییلو سره ...

Read More »

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی هند او متحده عربي اماراتو ته سفر کوي

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ ویلي له خپلو شریکانو سره د خبرو لپاره هند او متحده عربي اماراتو ته سفر کوي. ویسټ نن سهار ( سه شنبه د کب ۲۹ مه ) پخپله ایکس پاڼه دا خبر خپور کړی دی. نوموړي ویلي چې د افغانستان په ...

Read More »

افغانستان له ایرلنډ دوه پر یو د شل اوریز سیالیو لوبلړۍ وګټله

د افغانستان او ایرلنډ کرکټ لوبډله ترمنځ د شل اوریزو سیالیو درېیمه لوبه تېره شپه ماښام اته نیمې بجې (دوشنبه کب ۲۸ مه) د متحده عربي اماراتو شارجې لوبغالي کې وشوه. د افغانستان کرکټ لوبډلې د ۵۷ منډو په توپیر له ایرلنډ درېیمه شل اوریزه سیالۍ ګټلو سره دوه پر ...

Read More »

Polish Brides: My Information To Discovering The Proper Match By Blaine Anderson Feb, 2024

Articles You’ll Not Be Uninterested In The Best Women Here The Ultimate Word Information: Unveiling The Charming Beauty And Beauty Of Bulgarian Brides Lulu’s Weddings While everybody loves a great bargain, the most value effective Polish mail order brides websites aren’t always one of the best. Polish ladies in search ...

Read More »

لالیګا؛ بارسلونا د اتلتیکو ماتولو سره د لوبو جدول کې دویم ځای خپل کړ

بارسلونا د لالیګا سیالیو اووېشتمې اونۍ په لړ کې اتلتیکو مادرید درې پر صفر پخپل کور کې ماته کړه او په لیګ کې یې دویم ځای خپل کړ. د دواړو لوبډلو ترمنځ دا لوبه تېره شپه ( یکشنبه د مارچ ۱۷ مه) د دیګو سیمیونه شاګردانو په کوربه توب وشوه. ...

Read More »

د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې په شري د اخته کسانو شمېر مخ پر زیاتېدو دی

د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې په شري د اخته کسانو د شمېر له زیاتېدو خبرداری ورکړی دی. دغه سازمان نن (دوشنبه د کب ۲۸مه) په اېکس پاڼه لیکلي چې شري یوه ساري ناروغي ده. د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې که یو کس دا ناروغي ولري، د ...

Read More »

افغانستان د ۱۰ منډو په توپیر له ایرلنډ دویمه شل اوریزه سیالۍ وګټله

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د نړیوالې شل اوریزې لوبلړۍ دویمه لوبه له ایرلنډ لوبډلې د ۱۰ منډو په توپیر ګټلې ده.  دا لوبه تېره شپه (یکشنبه، د کب ۲۷ مه) د متحده عربي اماراتو په شارجې لوبغالي کې وشوه. په دې لوبه کې لومړی توپوهنه افغانستان پیل کړه ...

Read More »