د ازادو سیالیو افغان لوبغاړی واحدالله نژند، چې په المان کې ژوند کوي، د چک هېواد خپل سیال یکوب بهنیک مات کړی دی.
دا سیالي تېره شپه (شنبه د وري۴مه) په ۷۴کیلو ګرامه وزن د المان په اشتوتګارت ښار کې وشوه.
دواړو لوبغاړو درې پړاوه لوبه وکړه او په پایله کې د نمرو له مخې نژند بریالی شو.
د ویلو ده چې د ازادو سیالیو په اداره کې نژند اووه بریاوې او دوې ماتې او یکوب بهنیک نهه بریاوې او څلور ماتې خوړلې دي.